ترهه ګريز بريدونه مسلمانو ماشومانو باندې څومره بد اغيز شيندي

ترهه ګر تل دا هڅه کوي چې له تاوتريخوالي سره د خلکو په مينځ کې ډار ډير کړي او ترهه ګر تل بې وزله خلک خپل نښه ګرځوي. د افغانستان، پاکستان، عراق، او سوريي په ګډون نورو پر مختللو هيوادو کې هم ترهه ګريز بريدونه ترسره کيږي او ډيره کې د همدې بريدو قرباني عام خلک وي. کله چې نورو لويديځو هيوادو يا اسټراليا کې ترهه ګريز بريد ترسره شي نو کوم خبر چې خپريږي دا په يادو هيوادو کې پر مسلمانانو ډيرې بدې اغيزې شيندي او مسلمانان له توپيري چلند سره مخ کيږي که هغه کوم بازار کې وي او يا هم ښونځي يا عامه ټرانسپورټ کې.

Children saying grace, Full Length, High Angle View, Looking At Camera

Sometimes kids just can't cope with the negativity. And that negativity can lead to kids making stupid decisions.-Inmagineasia-Getty Images- Source: Getty Images

 

له ترهه ګريز بريد وروسته مسلمانان په ټولنيزو رسنيو کې د نورو ځايي خلکو له تندو غبرګونو سره مخ کيږي.

کله چې د انګلستان مانچيسټر ښار کې ترهه ګريز بريد وشو نو امريکا کې يو سپين پوسته کس په عامه اورګاډي کې مسلمانو ښځو ته سپکې ويلې ولې د مسلمانو ميرمنو دفاع ته چې کوم عام امريکايان رامخته شول هغؤی باندي بريد وشو او دوه تنه د مسلمانانو ميرمنو دفاع کوونکي ووژل شول.

ترهه ګريز بريدونه کيدای شي چې د مسلمانانو پر ماشومانو هم ناوړه اغيزي وشيندي.

ډاکټر کلارک جونس اسټراليا کې ترهه ګری خلاف کار پوه او د اسټراليا ملي پوهنتون استاد دی وايي چې کله هم لويديځو هيوادو کې کوم ترهه ګريز بريد ترسره شي نو بيا نورو بهرنيو هيوادو کې د مسلمانانو ماشومان له ستونزو سره مخ کيږي او ښونځيو کې هغو ته بدې خبرې کيږي او هم زورول کيږي.

مسلمانان ماشومان کيدای شي چې په ښونځيو کې له ملنډو سره مخ شي او دا ډيره کې د غير مسلمانانو لخوا ترسره کيږي.

اسټراليا کې د ځينو سياستوالو منفي خبري يوه بله ستونزه ده چې ډير مسلمانان ورسره لاس او ګريوان دي او کله هم چې ځيني سياستوال منفي خبرې کوي او يا يې خپروي نو له هغي وروسته په عامه ځايو او هم ټولنيزو شبکو کې مسلمانان تر بريد لاندې راځي چې دا په ټوله کې مسلمانان له ذهني فشار سره مخوي او ډيراغيزمن کيږي.

د سياستوالو او هم ځينو رسنيو مسلمانانو خلاف منفي خبرې ددې باعث هم کيږي چې ډير خلک لويديځ کې مسلمانان ټول ترهه ګر وبولي چې د سيدني پوهنتون استاد ډاکټر جون په وينا دا يو د شرم ډک عمل دی چې مسلمانانو ته ټوله کې په يوه منفي نظر کتل کيږي.

ډاکټر جون وايي چې داسې منفي خبرې پر مسلمانو ماشومانو ډيرې بدې اغيزې شيندي او ددې پايله به دا وي چې دوی به بيا دا سوچ نه کوي چې دوی هم د اسټراليا د ټولنې برخه دي. کله چې مسلمان ماشومان په کورونو کې وي نو دوی خپلو کورنيو مشرانو خبرې هم اوري کوم چې د توپيري چلند خبرې کوي او يا داچې دلته اسټراليا کې مسلمانانو سره څومره منفي چلند کيږي چې دا ټول زورونکې وي.

 ځيني وخت مسلمان ماشومان نشي کولی شې په ټولنه کې ددوی خلاف منفي سوچ وزغمي او همدا منفي سوچ کيدای شي چې مسلمان ماشومان دې ته اړ کړي چې بدې پريکړې وکړي او يا ډير ناوړه اعمال ترسره کړي...

کله چي نورو لويديځو هيوادو يا اسټراليا کې کوم ترهه ګريز بريد ترسره شي نو اسلامي ټولنې له ډير ظلم او نيوکو سره مخ کيږي ولې حقيقت کې همدا اسلامي ټولنې دي چې د خطر او ډار خلاف کار کوي او همدا وجه ده چې مونږ اسټراليا کې خوندي يو.

ډير وخت چې کله لويديځو هيوادو او اسټراليا کې کوم ځوان ترهه ګريز عمل ترسره کړي نو ډيره کې دا موندل شوې چې ياد ځوان اسلام په اړه ډير لږ معلومات لري نو همدې لپاره د ټولنې ډلې ډيره کې دا کوښښ کوي چې ځوانانو ته دين وښايي او هم ورته وښايي چې ټولنې سره بايد نږدې او په اړيکه کې اوسي.

اسټراليا کې ډيرې اسلامي ټولنې ځوانانو سره کار کوي او هم ماشومانو او کورنيو ته يې د پوهاوي ډير پروګرامونه پر مخ وړي..

ډاکټر جون وايي چې ده تير کال ډيسيمبر مياشت کې يو جوړ شوي کمپ کې برخه واخيسته چې پکې ځوانان له خپلو پلرونو يا نيکونو سره ګډون کړې وه..

يادو کمپو کې ماشومانو ته د دين زده کړه ورکول کيږي او هم  سپورتي لوبې ترسره کيږي..

داچې ماشومان له ترهه ګرو کړنو او هم يا هم نورو ستونزو څخه لرې پاتې شي دا ډير مهمه ده چې هغؤی ته داسې احساس ورکړل شي چې دوی د اسټراليايي ټولنې برخه دي او دې سره دا ماشومان يا ځوانان نه يوازې چې ترهه ګريز بريدونه څخه لري ساتل کيږي ولې هغوی چې که نشيي توکول لکه پوډر او نورو بدو کړنو ته مخه کوي له هغې څخه هم ژغورل کيږي.

د ترهه ګريزو بريدو ډيريدل په نظر کې نيولو سره دا ډيره اړينه ده چې ټولنه سره يوزای شي او هم والدينو ته پکار ده چې خپل ماشومان مثبت لور ته وهڅوي


شریکول

4 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil, Nicola Heath



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service