د کريکټ شل اوريز سياليو کې مونږ وروستي لوبو ته په تمه وو چې له ځانستره به کوم داسې پايلې ولري چې مونږ حيران کړي.
افغانستان د لومړي ګروپ اتلې لوبډلې ويسټ انډيز ته په ۶ منډو ماتې ورکړه.

افغانستان لومړی توپ وهنه وکړه چې ۱۲۳ منډو هدف يې وټاکه او د ويسټ انډيز لوبډلې دا هدف پوره نشو کړای او د محمد نبي او راشد خان په زړه پورې توپ اچونه وشو کړای چې افغانستان ته ګټه ورپه برخه کړي. ويسټ انډيز ته په وروستي اور کې ۱۰منډې پکار وې چې لوبه وګټي ولې د محمد نبي په زړه پورې توپ اچونه چې يوازې ۳ مندې يې ورکړې او يو لوبغاړی يې هم د نجيب الله ځدران په ښکلي توپ نيونه وسوځاو ويسټ انډيز ته يې دا چانس ورنه کړ چې ډيرې منډې جوړې کړي.
د لوبې په پای کې د ويسټ انډيز ستوري لوبغاړي کريس ګيل افغان لوبغاړو سره يې خوښي وښوده او ورسره يې ګډا هم وکړه.
سره لدې چې افغان لوبدلې بل پړاو ته لار پيدا نه کړه ولې د کريکټ ډيرو مينه والو زړونو کې ېې ځای پيدا کړ. افغان لوبډلې ويسټ انډيز ماتولو څخه مخکې جنوبي افريقا، انګلستان او سريلانکا لوبډلې هم ډيرې ويره ولې وې او افغان لوبډلې دا ثابته کړه چې بايد ورته د کمزوري لوبډلې په سترګو ونه ليدل شي.

افغان لوبډلې باندې د ستايلو باران وه او ډيرو دا غوښتنه کوله چې د کريکټ نړيواله شورا دې دويمې درجې لوبډلو ته په لوه کچه د لوبيدو چانس ورکړي.

