مهم ټکي:
- په نیو ساوت وېلز ایالت کې په شرایطو برابر کسان باید د ټاکنو لپاره نوم لیکنه وکړي او په ایالتي او فدرالي پارلمان کې خپل استازي وټاکي.
- د نیو ساوت وېلز ایالت د ټاکنو کمیسیون، د انګلیسي ژبې ترڅنګ د ټاکنو په اړه مهم معلومات په ۲۰ نورو ژبو هم خپروي.
- په راتلونکو ټاکنو کې خلک نشي کولای آنلاین رایه ورکړي.
د اوسني لومړي وزیر ډومینیک پیروټیټ په مشرۍ ، ائتلافي حکومت هڅه کوي ترڅو د څلورم ځل لپاره ټاکنې وګټي.
په راتلونکو ټاکنو کې د ښاغلي پیروټېټ اصلي مخالف د دغه ایالت د کارګر ګوند مشر، کریس منز دی.
د نیو ساوت وېلز ایالت پارلمان دوه جرګې لري چې د دغه ایالت د استازو او سنا (مشرانو) جرګو په نومونو یادېږي.
د نیو ساوت وېلز ایالت اوسېدونکي په ۹۳ ټاکنیزو حوزو کې خپلې رایې کارولی شي.
که چېرې یو څوک نشي کولای د رایو مرکزونو ته د رایې ورکولو لپاره ولاړ شي، په شرایطو برابر کسان کولای شي د پوستي خدمتونو له لارې رایه ورکړي.
د پوستي رایې اچوونې پاڼه باید د مارچ د ۲۰ نېټې تر ۵ بجو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ورسېږي او د اپریل د میاشتې تر ۶ نېټې و شمېرل شي.
په راتلونکو ټاکنو کې خلک نشي کولای آنلاین رایه ورکړي.

د ټاکنو په ورځ رایه اچونه - د مارچ ۲۵مه
د نیو ساوت وېلز ایالت اوسېدونکي کولای شي د راتلونکې شنبې په ورځ، له ۲۴۵۰ څخه په زیاتو ټاکنیزو مرکزونو کې خپله رایه وکاروي.
د ټاکنیزو مرکزونو دراوزې به د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۶ بجو خلاصې وي.
د رایې ورکولو په اړه معلومات د نیو ساوت وېلز ایالتو د ټاکنو کمیسیون پر ویب پاڼه پیدا کولای شئ.
د رایې ورکولو مرکز ته د ننوتلو پرمهال به کارمندان له رایه ورکوونکو د نوم او آدرس پوښتنه وکړي.
یو ځل چې د رایې ورکوونکي معلومات تایید شي تر هغه وروسته د رایې ورکولو پاڼه ورکول کېږي.

رایه ورکول اجباري دي
په نیو ساوت وېلز ایالت کې رایه ورکوونه د هغو کسانو لپاره اجباري ده چې په شرایطو برابر دي.
هغه کسان چې خپله رایه نه کاروي جریمه کېږي.
که چېرې تاسو بې کوره، معیوب یا له هېواد څخه بهر یا بل ایالت کې یاست څرنګه رای ورکولی شئ؟
هغه کسان چې مشخص آدرس نلري یا بې کوره دي، باید د نورو کسانو په څېر نوم لیکنه وکړي او رایه ورکړي.
که چېرې یو کس بې کوره، معیوب یا له هېواد څخه بهر یا بل ایالت کې وي او رایه ورنکړي نو نه جریمه کېږي.
که چېرې یو څوک معیوب وي، کولای شي له وخت مخکې، د تلیفون یا پوستي خدمتونو له لارې رایه ورکړي.
که چېرې یو کس په بل ایالت کې وي، او نشي کولای د ټاکنو پر ورځ رایه ورکړي، کولای شي له ټاکنو مخکې خپله رایه ورکړي.
که چېرې یو څوک له هېواد څخه بهر کې وي، کولای شي د پوسټ له لارې خپله رایه وکاوري.
په مختلفو ژبو معلومات
د نیو ساوت وېلز ایالت د ټاکنو کمیسیون، د انګلیسي ژبې ترڅنګ د ټاکنو په اړه مهم معلومات په ۲۵ نورو ژبو هم خپروي.
د رای ورکولو په ورځ او له هغې مخکې د رای ورکولو په مرکزونو کې داسې کسان پر دندو ګمارل کېږي چې په نورو ژبو خبرې کوي.
که چېرې یو څوک له یادو ۲۵ ژبو پرته په نورو ژبو خبرې کوي، کولای شي ټلیفوني ترجماني خدمتونو ته لاسرسی ولري.
د رای ورکولو مرکزونو کارکوونکي کولای شي، رای ورکوونکي د ترجمانۍ له خدمتونو سره وصل کړي.
که غواړئ، د رای ورکولو په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ نو مهرباني وکړئ د نیو ساوت وېلز ایالت د ټاکنو د کمیسیون له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ یا هم ۷۳۶ ۱۳۵ ۱۳۰۰ شمېرې ته زنګ ووهئ.


