د آسټرالیا حکومت له زلزله ځپلو سره یو میلیون ډالر مرسته کوي

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له امله ۱۴۵۷ کسان مړه شوي او له ۳۳۰۰ څخه زیات کسان ټپیان شوي دي. د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې دغه هېواد د افغانانو ملاتړ ته په کلکه ژمن دی.

At least 1,400 people killed and more than 2,000 injured in earthquake in Afghanistan

People affected by earthquake receive treatment at a camp in Kunar, Afghanistan, 03 September 2025. Source: EPA / SAMIULLAH POPAL/EPA/AAP Image

د آسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت، په ختیځو ولایتونو کې له مرګونې زلزلې وروسته د افغانستان له خلکو سره د یو میلیون ډالر مرستې اعلان کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې راغلي چې زلزلې په افغانستان کې روان بشري بحران "لا پسې خراب کړی" دی.

په اعلامیې کې راغلي: "زموږ فکرونه د دې غمجنې زلزلې له قربانیانو، د هغوی له کورنیو، عزیزانو او په آسټرالیا کې د افغانستان له ټولنې سره دي."
"د آسټرالیا مرستې به د افغانستان د بشري مرستو صندوق (AHF) له لارې ترسره شي، چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) لخوا رهبري کیږي."

"آسټرالیا د ملګرو ملتونو د OCHA په څیر تاسیس شویو شریکانو سره کار کوي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې زموږ ملاتړ اړمنو خلکو سره مرسته کوي، نه د طالبانو له رژیم سره."

اعلامیه زیاتوي چې د آسټرالیا حکومت"د افغانانو ملاتړ ته په کلکه ژمن دی" او له ۲۰۲۱ کال راهیسې یې د افغانستان له خلکو سره "له ۲۶۰ میلیونو ډالرو " ډېره مرسته کړې ده.

په همدې حال کې په آسټرالیا کې مېشتو افغانانو هم له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره هڅې پیل کړي دي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service