د آسټرالیا بشردوستانه ویزو د غوښتنلیکونو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی

په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته د آسټرالیا حکومت د افغانستان اوسېدونکو لپاره ۳۱ زره او ۵۰۰ ویزې اعلان کړې، ترڅو په څلورو کلونو کې په شرایطو برابرو افغانانو ته ورکړل شي.

visa

Source: SBS

مهم ټکي:
  • د ۲۰۲۱ کال د آګسټ له ۱۷ نېټې څخه د ۲۰۲۲ کال د نومبر تر ۲۵ نېټې پورې، ۳۷ زره او ۲۳۳ غوښتنلیکونه د بشردوستانه ویزو لپاره سپارل شوي.
  • د کورنیو چارو وزارت وایي، ۹۳ سلنه هغه غوښتنلیکونه یې ثبت کړي چې د دغه وزارت د بشردوستانه ویزو د ارزونې ځانګړي مرکز ته استول شوي.
  • د ۲۰۱۳ کال له جولای میاشتې راهیسې، له ۱۶ زره او ۵۰۰ څخه زیات افغانان د بشردوستانه ویزو پروګرام له لارې آسټرالیا ته راغلي دي.
  • د ۲۰۲۱ کال د جولای له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر تر ۳۱ نیټې پورې، د کورنیو چارو وزارت ۲۴۴۳ افغان اتباعو ته فامیلي ویزې ورکړې.
د روان کال په آګسټ میاشت کې د آسټرالیا حکومت ویلي وه چې د جمهوریت له سقوط وروسته، شاوخوا ۲۱۴ زره افغانانو بشردوستانه ویزو لپاره غوښتنلیکونه سپارلي او یواځې ۶۴۰۰ کسانو ته ویزې ورکړل شوي دي.

مګر د کورنیو چارو وزارت پر ویب پاڼه وروستي معلومات ښيي چې د بشردوستانه ویزو لپاره د سپارل شویو غوښتنلیکونو شمېر تر پخوا ډېر کم دی.

خپاره شوي معلومات ښيي، له څېړنو وروسته، هغه غوښتنلیکونه له لیست څخه ویستل شوي چې تکراري وه او د نورو هېوادونو د اوسېدونکو لخوا سپارل شوی وه.
وروستي معلومات ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د آګسټ له ۱۷ نېټې څخه د ۲۰۲۲ کال د نومبر تر ۲۵ نېټې پورې، ۳۷ زره او ۲۳۳ غوښتنلیکونه د بشردوستانه ویزو لپاره سپارل شوي.

په سپارل شویو غوښتنلیکونو کې ۱۷۳ زره او ۸۱۳ افغانانو ته د بشردوستانه ویزو غوښتنه شوې ده.

د سپارل شویو غوښتنلیکونو له ډلې څخه ۳۰ زره ۷۳۹ غوښتنلیکونه تایید او ثبت شوي دي، مګر د ۲ زره او ۲۰۹ غوښتنلیکونو د ثبت کار تر اوسه پاتې دی.
د کورنیو چارو وزارت وایي، ۹۳ سلنه هغه غوښتنلیکونه یې ثبت کړي چې د دغه وزارت د بشردوستانه ارزونې ځانګړي مرکز ته استول شوي.

په آګسټ میاشت کې د کورنیو چارو وزارت ویلي‌ وه چې ۶۴۰۰ کسانو ته یې بشردوستانه ویزې ورکړي، مګر دا چې په وروستیو څو میاشتو کې څومره نورې بشردوستانه ویزې افغانانو ته ورکړل شوي‌ پدې اړه دقیق معلومات ندي خپاره شوي.

اس بي اس‌ پښتو راډیو د کورنیو چارو له وزارت څخه غوښتنه کړې ترڅو د ویزو د شمېر په اړه وروستي معلومات شریک کړي، مګر د کورنیو چارو وزارت تر اوسه دغه معلومات له اس بي اس سره ندي شریک کړي. د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت له معلوماتو وروسته به اس بي اس له تاسو سره د ویزو د شمېر په اړه وروستي معلومات شریک کړي.
Skilled Migration
Credit: Department of Home Affairs
د روان کال په آګسټ میاشت کې د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند، د اس بي اس پښتو راډیو د پوښتنو په ځواب کې ویلي وه چې د ۲۰۱۳ کال له جولای میاشتې راهیسې، له ۱۶ زره او ۵۰۰ څخه زیات افغانان د بشردوستانه ویزو پروګرام له لارې آسټرالیا ته راغلي دي.

"د ۲۰۱۳ کال د جولای له لومړۍ نیټې راهیسې، د بشردوستانه پروګرام له لارې له ۱۶۵۰۰ څخه زیاتو افغانانو ته ویزې ورکړل شوې دي."

"هغه کسان چې په خطر کې دي او د ویزو شرایط پوره کوي، ژر تر ژره به په آسټرالیا کې استوګن شي."
د لا‌ ډېرو معلومات لپاره د آسټرالیا د کورنیو چارو وزارت له وېب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
د افغانستان د اوسېدونکو لپاره د ۳۱،۵۰۰ اعلان شویو ویزو له ډلې څخه ۲۶ زره او ۵۰۰ ویزې د بشردوستانه او پاتې ۵ زره ویزې د فامیلي پروګرام له لارې افغانانو ته ورکول کېږي.

د کورنیو چارو وزارت معلومات ښيي چې د ۲۰۲۱ کال د جولای له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر تر ۳۱ نیټې پورې، د کورنیو چارو وزارت ۲۴۴۳ افغان اتباعو ته فامیلي ویزې ورکړې، چې زیاتره یې هغو کسانو ته ورکړل شوي چې واده یې کړی او یا هم غواړي واده وکړي.

engagement ring
Source: Pixabay
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Mujeeb Muneeb
سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د آسټرالیا بشردوستانه ویزو د غوښتنلیکونو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی | SBS Pashto