نيو ساوت ويلز ايالت له خطرناک موسم سره مخ دی او سيدني ښار کې تيز باران له امله ګڼو ځايونو کې سيلاونه راوتلي.
يوازې تيرو ۲۴ ساعتونو کې د اسټراليا بيړنيو خدمتونو ادارې څخه مرستې غوښتنې لپاره له ۱۰۰۰ ډيرو کسانو ټليفون کړی.
د هوا پيژندې ادارې چارواکي وايي، ډيرو ځايونو کې سيلاونه راوتلي او تر راتلونکې سه شنبې ورځ پورې به پرلپسې باران کيږي.
د سيلاونو خطر له امله د نيو ساوت ويلز ايالت ځينو سيمو اوسيدونکي له کورنو ويستل شوي او امن ځایونو وړل شوي.
چارواکي سپارښتنه کوي چې د سيدني لوی ښار اوسيدونکي له غير ضروري سفر کولو څخه ډډه وکړي او د ټيټو سيمو اوسيدونکي چې له د سيلاونو راوتلو له خطر سره مخ دي، خپل کورونو څخه دې ووځي او امن ځايونو کې ځانونه خوندي کړي.
لا ډيرو معلوماتو لپاره ۱۸۰۰۲۲۷۲۲۸ شميرې سره په اړيکه کې شئ.
شریکول

