اسټراليا کې يو افغان کډوال د روغتون بيړنۍ څانګې کار کوونکو ته د کويد-۱۹ وبا تر پايه وړيا پيزا ورکوي

اسټراليا کې يو افغان کډوال چې د پيزا دکان لري د کرونا ويروس وبا له امله د روغتيا برخې هغو کار کوونکو ته وړيا پيزا ورکولو پريکړه وکړه کوم چې لومړي خط کې له کرونا ويروس سره مبارزه کوي.

The pizza shop is based in Rosehill, which is a short drive away from the hospital.

The pizza shop is based in Rosehill, which is a short drive away from the hospital. Source: Supplied

عبدالهی اميري چې شاوخوا ۱۸ کاله وړاندې د يو کډوال په توګه اسټراليا ته راغلی.

ښاغلي ژمنه کړې ترڅو د کويډ۱۹ وبا تر پايه به د سيدني ښار تر ټولو لوی روغتون (ويسټميډ) بيړنۍ څانګې ډاکټرانو او نرسانو ته وړيا پيزا ورکوي.

دا يو بې ساری ګام دی چې پدې سخت وخت کې د يو کډوال لخوا اخيستل کيږي.

ښاغلی اميري وايي، ټولو روغتيا برخې کار کوونکو سره پدې سخت وخت کې مرسته يو انساني کار دی.

ښاغلی اميري په کال ۲۰۰۲ کې اسټراليا ته راغلی او دا مهال يو فاميلي پيزې او کبابو رستورانت چې د ( Sopranos Gourmet Pizza) په نامه ياديږي مخې ته وړي.

سره لدې چې د کرونا ويروس وبا له وجې د ښاغلي کاروبار کې ۳۰ سلنه کمی راغلی ولې بيا يې هم اوسني کړکيچ دوران کې د روغتيا برخې کار کوونکو لاس ونيوه او ژمنه يې وکړه ترڅو د وبا تر پايه به ټولو کار کوونکو ته وړيا پيزا روغتون ته وړي.

د ښاغلي اميري په وينا، د ياد روغتون ډيري کار کوونکي دده مشتريان ول ولې د وبا راتګ وروسته له هغوی څخه يې احوال نه درلود ځکه ډيرو کار کوونکو بيړني خدمتو رسولو لپاره ډير ساعتونه کار کول پيل کړل او سختو شرايطو له مخه له روغتون څخه په اسانۍ بهر نه وځي.

کله چې لومړي ځل لپاره ښاغلي اميري ډاکټرانو او نرسانو ته روغتون ته پيږه وړله د روغتون بيړنۍ څانګې مشره بهر راووتله او له ښاغلي اميري څخه يې مننه وکړه.

"ډير د خوښی ځای وه چې له پيزې وړلو وروسته مې د بيړنۍ څانګې ډاکټرانو او کار کوونکو پر مخ خندا وليده."

دا مهال د اسټراليا ډيرو روغتونو کې ډاکټران او کار کوونکي ۱۴ او ۱۶ ساعته کار کوي.
Abdul Amiri, delivering pizza to Westmead hospital health workers
Abdul Amiri delivering pizza to Westmead hospital health workers. Source: Supplied
"دا داسې ده لکه هغوی چې په جګړه کې وي او د جګړې لومړۍ کرښه کې دي، همدا ډاکټران او کار کوونکي له مونږ ډير د کرونا ويروس له خطر سره مخ دي."

ښاغلی اميري وايي، د کرونا ويروس وبا تر پايه به ډاکټرانو او نرسانو ته وړيا پيزا رسوي او پر نورو هم غږ کوي چې پدې سخت وخت کې دې د بې وزلو لاس ونيسي او که حتی مرسته هم نشي کولی نو بيا دې خلک کورونو کې پاتې شي ترڅو د ډاکټرانو، نرسانو او نورو ژوند وژغورل شي.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

لخوا Abdullah Alikhil

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
اسټراليا کې يو افغان کډوال د روغتون بيړنۍ څانګې کار کوونکو ته د کويد-۱۹ وبا تر پايه وړيا پيزا ورکوي | SBS Pashto