د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام: د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن له سویلي افریقا سره مخامخ کېږي

دغه لوبه د سېډني/ملبورن په وخت د مازدیګر په څلور نیمو بجو او د کابل په وخت د سهار په ۱۰ بجو پیلېږي.

AFg vs SA

Credit: Gettyimages

د ۲۰۲۶ کال په شل اوریز نړیوال جام کې نن (چهارشنبه) د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د سویلي افریقا پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.

ټاکل شوې ترڅو دغه لوبه د هند د احمداباد ښار په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شي.

افغان لوبډلې په دې جام کې خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ په اتمه له نوي زیلنډ سره ترسره کړه چې سیالې لوبډلې یاده لوبه د پنځو وېکټو په توپیر سره له افغانستان څخه وګټله.

د کرېکټ څارونکي او مینه وال له سویلي افریقا سره د افغان لوبډلې لوبه مهمه بولي ځکه د دغې لوبې په ګټلو سره، راتلونکي پړاو ته د افغانستان د تلو چانس زیاتېږي.

د ۲۰۲۶ کال د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ په ۷مه د هند او سریلانکا په ګډ کوربه‌ توب پیل شوي چې د مارچ د میاشتې تر ۹مې نېټې به دوام ولري.

په دغو سیالیو کې د نړۍ ۲۰ مخکښو لوبډلو برخه اخیستې چې په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.

د شل اوریز نړیوال جام له پیل مخکې د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند، سید نسیم سادات اس بي اس پښتو ویلي و چې افغان لوبډله د نړیوال جام د بریا په لټه کې ده.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now