د آسټرالیا د امامانو ملي شورا وايي مسلمانان کولای شي په روژې کې هم د کرونا واکسین ترلاسه کړي

د اپریل د میاشتې ۱۳ نېټه (سه شنبه) په آسټرالیا کې د روژې مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ ده

Vaccine

Source: International Disability Alliance

د آسټرالیا د امامانو ملي شورا وايي مسلمانان کولای شي په روژې کې هم د کرونا واکسین ترلاسه کړي

د آسټرالیا د امامانو ملي‌ شورا  مسلمانانو ته ډاډ ورکړی چې کولای د روژې په میاشت کې هم د کرونا واکسین ترلاسه کړي ځکه په دغه کار سره روژه نه ماتېږي.

د آسټرالیا مشر مفتي ډاکټر ابراهیم ابو محمد  اس بی اس شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د کرونا واکسین حرام مواد نلري او واکسین د نورو درملو په څېر دی او له دې سره روژه نه ماتېږي.

هغه زیاتوي‌که چېرې له واکسین وروسته یو کس زیاته تبه ولري‌ / یا داسې درد ولري چې د زغملو وړ نه وي نو کولای شي خپله روژه ماته کړي‌ او دغه روژه ورسته بل وخت بیا ونیسي.

د آسټرالیا د امامانو ملي‌ شورا تېره ورځ اعلان وکړ چې د راتلونکې سه شنبې په ورځ به په آسټرالیا کې د روژې مبارکې میاشت لومړۍ ورځ واوسېږي.

 


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now