- دا کوتره د هند او پاکستان پولې سره نږدې هند لور ته په يوه کور له ناستې وروسته نيول شوې.
- کوترې ته سور رنګ ورکړل شوی او په پښه کې يې يوه کړۍ موندل شوې په کوم کې چې شميرې ليکل شوي.
- هند کې پوليس دا کوتره بندي ساتي ترڅو خپل پلټنې وکړي.
د ځينو نړيوالو رپوټونو له مخه هندي چارواکي د هغې کوترې پلټنه کوي پر کوم چې پاکستان ته جاسوسي کولو شک دی.
دا کوتره چې سور رنګ سره رنګه شوې او پښه کې يې يوه کړۍ ده پر کوم چې شميرې ليکل شوي، پر يو کور له ناستې وروسته پوليسو ته سپارل شوې.
دا کوتره د روانې مياشت پر ۲۴ نيټه د ګيتا په نامه يوې ښځې نيولې او بيا يې پوليسو ته سپارلې.
د پاکستان او هند ترمينځ سياسي او نظامي کړکيچ اوس هم پر خپل ځای دی او دواړه هيوادونه پر يو بل د تيري تورونه پورې کوي.
د انډيا ټايمز ورځپاڼې خبر له مخه لوړ پوړي پوليس افسر شيليندرا کومار ميشرا ويلي، تر اوسه مونږ پدې نه پوهيږو چې دا کوتره له کوم ځای راغلې، ولې دا کوتره پر پوله نيول شوې او پښه کې يې کړۍ ده پر کوم چې شميرې ليکل شوي.
دا کوتره چې سور رنګ سره رنګ شوې او پښه کې يې کړۍ ده ځايي خلکو شک وروسته پوليسو ته سپارلې او ځيني بيا پدې اند دي چې دغې کوترې پاکستان ته جاسوسي کوله.
د هند امنيتي چارواکي وايي، پداسې حال کې چې د مرغانو پر وړاندې پولې شتون نه لري ولېد يادې کوترې پښه کې کړۍ او پر هغې شميرو ليکنې انديښنې پيدا کړې.
د پوليسو په وينا کله چې له يوې سيمې بلې ته مرغان سفر کوي نو هغو کې داسې وسايل نه نښلول شوي.
دا لومړۍ ځل ندی چې د پاکستان او هند امنيتي چارواکي کوترې د جاسوسي په تور نيسي.
لدې وړاندې په کال ۲۰۱۵ کې پاکستان کې يوه کوتره هند ته جاسوسی په تور نيول شوې وه.

