د چمپنیز ټرافۍ (اتلانو جام) په سیالیو کې هند آسټرالیا ته په ۴ وېکټو ماته ورکړه.
دغه لوبه تېره شپه د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې ترسره شوه.
آسټرالیا د پچې له ګټلو وروسته، د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ۴۹ اورونو او ۳ توپونو کې یې د هند لپاره د ۲۶۵ منډو هدف وټاکه، مګر هند دغه هدف د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۸ اورونو او یوه توپ پوره کړ.
د هند لپاره په توپ اچونه کې محمد شامې ۳ او ورون چکرورتي ۲ وېکټې ترلاسه کړې. د توپ وهنې په برخه کې ویرات کوهلي ۸۴ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د هند له بریا وروسته به د چمپینز ټرافۍ پایلوبه د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.
ټاکل شوې ترڅو نن شپه د نوي زیلنډ او سویلي افریقا ترمنځ د چمپینز ټرافۍ دویمه نیمه پایلوبه د پاکستان په لاهور ښار کې ترسره شي. د دغې لوبې ګټونکې لوبډله به د مارچ په ۹ په دوبۍ کې له هند سره لوبه ترسره کړي.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
شریکول

