د هند لوبډله دا مهال د اسټراليا په سفر ده او له يو ورځنيو لوبو وروسته ټيسټ لوبې ترسره کوي.
د اسټراليا او هند کرکټ لوبډلو ترمينځ د ټيسټ لوبه د ورځې او شپې لخوا ترسره کيږي ولې د لومړۍ لوبې دويم ايننګز کې هند لوبډله له ستر مشکل سره مخ شوه او ټوله لوبډله ۳۶ منډو جوړولو سره وسوځيده.
د هند کرکټ لوبډلې په تاريخ کې لومړي ځل لپاره ټوله لوبډله په دومره لږو منډو سوځيږي.
په کال ۱۹۷۴ کې د هند لوبډله د انګلستان خلاف يې هم ۴۲ منډې کړې وې او ټوله لوبډله سوځيدلې وه.
هيڅ يو له هندي لوبغاړو څخه ونه توانيده چې له ۱۰ ډيرې منډې وکړي.
لدې وړاندې په کال ۱۹۷۴ کې هند لوبډلې د انګلستان خلاف يوازې ۴۲ منډې کړې وې او ټول لوبغاړي يې سوځيدلي ول چې تر اوسه د هند کرکټ تاريخ کې دا تر ټولو لږې منډې شميرل کيدلې.
نړۍ کې تر ټولو لږې منډې جوړولو ريکارډ د نيوزيليند کرکټ لوبډلې دی چې په کال ۱۹۵۵ کې يې د انګلستان خلاف يوازې ۲۶ منډې جوړې او ټوله لوبډله سوځيدلې وه.

