هند کې د کرونا ويروس دوه خدايان جوړ شوي او خلک ورته عبادت کوي

هند کې د کرونا ويروس په نامه دوه خدايانې يعنې ښځينه خدای جوړې شوي او پر خدايانو باندې يې نوم کرونا ديوي ايښودل شوی.

Priest (L) performs Aarti, a prayer ritual in front of an idol locally known as 'Corona Devi'.

Priest (L) performs Aarti, a prayer ritual in front of an idol locally known as 'Corona Devi'. Source: AFP

د هند په يوې سيمې کې د کرونا خدايې په نوم دوه خدايانې جوړ شوې او ګڼ شمير خلک يې عبادت کوي.

د کرونا خدايې عبادت کوونکي وايي، هره ورځ عبادت کولو سره غواړي هند کې د کرونا ويروس څخه رامينځته شوی وضيعت ښه شي.

هند په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۷۳،۷۹۰ نوو پيښو او ۳،۶۱۷ کسانو مړينې خبر ورکړی.

هند کې تر دې دمه ۲۷.۳۷ ميليونه کسان په کرونا ويروس اخته شوي.

الجزيرې انګليسي شبکې رپوت له مخه کرونا ويروس دوه خدايانې يو له سندل لرګي او بله بيا له ډبرې څخه جوړې شوي او مذهبي مشران يې عبادت کوي.

ويل کيږي تيرو سختيو او وبا راتګ وخت کې همداسې له راغلې وبا څخه خدايان جوړ شوی او له هماغو څخه د هرڅه ښه کيدو غوښتنه شوې.

کرونا ويروس خدايې ته خواړه او نور توکي مخکې ته ايښودل کيږي او هم شيدو او کورکمن له اوبو سره مينځل کيږي.

د کرونا خدايې زيارت مشراناند بهارتي وايي " مونږ له ويروس څخه خدايه دې لپاره جوړه کړه ترڅو هغې ته عبادت وکړو ترڅو د ويروس اغيزې کمې شي."

بهارتي وايي، د کرونا ويروس پر وړاندې ډاکټران پاتې راغلي نو ځکه مونږ د کرونا ويروس څخه جوړې شوې خدايې ته مرستې لپاره مخه کړه.

ويل کيږي د کرونا ويروس په نامه خدايانو عبادت ۷ اونيو لپاره ترسره کيږي.

 

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now