تمه کیږي چې په ۲۰۲۳ کال کې به د هند نفوس له چین څخه زیات شي او د نړۍ ترټولو ډېر نفوس لرونکی هېواد به شي.
هند اوسمهال ۱.۳۹ میلیارده نفوس لري، په داسې حال کې چې د چین نفوس ۱.۴۱ میلیارده کسانو ته رسېږي.
په هند کې هر ورځ ۸۶ زره او په چین کې هره ورځ ۴۹ زره نوي ماشومان پیدا کېږي، له همدې امله به په روان کال کې د هند نفوس له چین څخه زیات شي.

همدا راز په هند کې د نفوس زیاتوالي ته په کتو سره تمه کېږي چې تر ۲۰۶۰ م کال پورې به د یاد هېواد نفوس ۱.۶ میلیارده کسانو ته ورسېږي.
د چین کمونیستي ګوند په ۱۹۸۰م کال کې "د یوه ماشوم پالیسي" وضع کړې وه ترڅو د نفوس د زیاتوالي سرعت کم کړي.
سره لدې چې یاده پالیسي په ۲۰۱۶ کال کې لغوه شوې، تر اوسه هم د نفوس زیاتوالي سرعت په چین کې د هند په پرتله کم دی.
زموږ د فیسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زمونږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زمونږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زمونږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

