اته مياشتو ځنډ وروسته لومړي ځل لپاره بهرني زده کوونکي اسټراليا ته ورسيدل

د اسټراليا شمال سيمه لومړنی اسټراليايي ښار شو چې له بهر څخه يې زده کوونکي قبول کړل او لا نور ډير په لاره دي.

The first cohort of international students have arrived in Darwin.

Source: Supplied

اسټراليا د کرونا ويروس مخنيوي لپاره د روان کال مارچ مياشت کې خپل پولې وتړلې او تر ټولو سخت محدوديتونه يې ولګول چې له مخه يې ياد هيواد ته د مهاجرو او بهرنيو زده کوونکو راتګ بند شو.

داچې اوس اسټراليا د کرونا ويروس وبا کنټرول کې بريالی بريښي له وبا پيليدو وروسته لومړي ځل لپاره له بهر څخه يوه ډله بهرني زده کوونکي اسټراليا ته ورسيدل.

لومړي ځل لپاره سينګار پور څخه يوه الوتکه چې پکې د چين، هانګکانګ، جاپان، ويتنام او اندونيزيا زده کوونکي شپاره ول اسټراليا ته ورسيدل.

ياد زده کوونکي مخکې له الوتنې له يو لړ روغتيايي معاينو څخه تير شول.

اسټراليا ته راغلي زده کوونکي به هوارډ سپرينګس تم ځای کې ۱۴ ورځو لپاره قرنطين کيږي او له هغه وروسته به چارلس ډاروين پوهنتون کې خپل زده کړې پيلوي.

د ياد پوهنتون مرستيال پروفيسر سايمون ماډوکس وايي، چارلس ډاروين پوهنتون د هيواد په کچه مشري مخې ته وړي او لومړي ځل لپاره يې بهرنيو زده کوونکو پر مخ خپل دروازې پرانيستلې او د بهرنيو زده کوونکو قبلول يې پيل کړل.

د يادو زده کوونکو راتګ په اړه د بهرنيو زده کوونکو د چارو وزير نيکول مانيسن وايي، اسټراليا ته د بهرنيو زده کوونکو راتګ ډير ګټور دی او هر يو زده کوونکی په کال کې له ۴۰ زره ډالرو ډيره ګټه له ځانسره راوړي.

د اسټراليا حکومت پر ځينو پروګرامونو کار کوي ترڅو د بهرنيو زده کوونکو راتګ يو ځل بيا پيل کړي.

بله خوا د نيو ساوت ويلز ايالت مشرې هم ويلي، ياد ايالت به هره اونۍ ۱۰۰۰ د قرنطين ځايونه بهرنيو زده کوونکو او زده کوونکو ته ځانګړې کړي ترڅو اقتصاد ته وده ورکړي.

د حکومت شميرو له مخه بهرني زده کوونکي يوازې اسټراليايي پوهنتونو ته هر کال ۱۰ ميليارده ډالر ګټه رسوي.

 

 


شریکول

خپور شوی په

لخوا Emma Brancatisano

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service