په افغانستان کې د نوري فایبر انټرنېټ له بندېدو سره په ټول هېواد کې د دوشنبې له ورځې راهیسې انټرنټي او مخابراتي خدمات قطع شوي و.
وروستي راپورونه ښيي چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې انټرنټي او مخابراتي خدمات په محدود ډول بېرته فعاله شوي دي.
سره له دې چې په یو شمېر ولایتونو کې انټرنټي خدمات بېرته فعاله شوي، تر اوسه دقیق معلومات نشته چې انټرنټي خدمات د افغانستان په کومو ولایتونو کې لا هم قطع دي.
یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې انټرنټي او مخابراتي خدمات د طالبانو د ریاست الوزرا په امر بېرته فعاله شوي.
د انټرنټي خدماتو له بېرته فعالېدو څو ساعته مخکې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې پر انټرنټ د بندیز خبره رده کړې و او ویلي وه چې د نوري فایبر زاړه لینونه خراب شوي او اوس د بدلېدو حال کې دي.
د انټرنټي خدمتونو له بندېدو سره د کام اېير، اريانا، ترکش ایرلاینز او فلای دوبۍ هوايي شرکت الوتنې هم لغوه شوې وې.
د کام اېیر هوايي شرکت پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د انټرنټي او مخابراتي خدماتو له بیا فعاله کېدو سره به د دغه شرکت ټولې الوتنې سبا (پنجشنبه) د اکټوبر په دویمه نېټه پیل بېرته پیل شي.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.