ايران ومنله چې د اوکراين مسافر وړونکې الوتکه يې په توغندي ويشتې

د ايران ملي ټلويزيون خبر له مخه ايران منلې چې نظاميانو يې غلطي سره د اوکراين مسافر وړونکې الوتکه ويشتې کوم کې چې ۱۷۶ مسافر سپاره ول.

Rescue teams work amidst debris after a Ukrainian plane carrying 176 passengers crashed near Imam Khomeini airport in the Iranian capital Tehran.

Rescue teams work amidst debris after a Ukrainian plane carrying 176 passengers crashed near Imam Khomeini airport in the Iranian capital Tehran. Source: Getty

ايران ومنله چې غلطی سره يې د اورکراين مسافر وړونکې الوتکه په توغندي ويشتې او ۱۷۶ مسافر يې وژلي.

ايراني حکومت يوه اعلاميه خپره کړې کوم چې د ايران ملي ټلويزيون لخوا نورو سره شريکه شوه. يادې اعلاميې کې راغلي چې د انساني تيروتنې له امله ياده الوتکه په توغني ويشتل شوې.

د اوکراين مسافر وړونکې الوتکه سره د ۱۷۶ مسافرو يې څو ورځې وړاندې هغه مهال وويشتل شوه کله چې د ايران لخوا د امريکايي پوځي اډو باندې په عراق کې د توغنيدو بريد وکړ.

ايران له څو ورځو راهيسې دا خبر رد وه چې ګواکې د ايران نظاميانو لخوا ياده الوتکه ويشتل شوي وي.

ياده الوتکه له ايران څخه د اوکراين پلازمينې ته په لار وه چې له ايران هوايي ډګر څخه الوتنې څو شيبې وروسته وويشتل شوه.

يادې الوتکې کې د افغانستان ۱۰، د کاناډا ۶۳، د ايران ۸۲ او اوکراين ۱۱ مسافر سپاره ول. 

 

 

 


شریکول

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil

سرچینه: AFP, SBS



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now