اسرئیلو وروسته له هغه د "دردناکه ځواب" ژمنه وکړه کله چې ایران د سه شنبې په ورځ کې د حزب الله د مشر حسن نصرالله او نورو د وژلو په غبرګون کې
پر اسرائیلو بالستیک توغندي وتوغول.
د ایران له برید سره سم په اسرائیلو کې د خطر زنګونه فعاله شوي او په بیت المقدس او د اردن سیند درې کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي.
د امریکا یوه دفاعي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د اسرائیلو هوايي دفاعي سیسټم د ایران له خوا د توغول شویو توغندیو د مخنیوي لپاره فعاله شوی او د امریکا سمندري ځواکونو د ځینو توغندیو په شنډولو کې مرسته کړې ده.
په اسراییلو کې د چا د ټپي کیدو راپور نه دی ورکړل شوی، مګر یو سړی په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې وژل شوی.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د امنیتي کابینې د غونډې په پیل کې ویلي چې ایران "لویه تېروتنه" کړې او ژمنه یې کړې چې "د دې بیه به پرې کوي".
هغه ویلي: "د ایران رژیم، له ځان څخه د دفاع لپاره زموږ په هوډ او د دښمنانو په وړاندې د غچ اخیستو په هوډ نه پوهیږي."
د ایران سپاه پاسداران ویلي، ایران پر اسرائیلو لسګونه توغندي توغولي او که اسرائیل د دوي بالستیک توغندیز برید ته غبرګون وښيي، د تهران ځواب به "ډیر ویجاړونکی" وي.
د ایران دولتي خبري اژانس وايي، تهران په خپل برید کې د اسرائیلو درې پوځي اډې په نښه کړي دي.
یوه جګپوړي ایراني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې پر اسرائیلو د توغندیو د توغولو امر د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي له خوا شوی دی. لوړ پوړي چارواکي زیاته کړې چې خامنه اي په یوه خوندي ځای کې دی.
د ایران لخوا پر اسرائیل د توغندیو له برید سره د تېلو بیې ۵ سلنه لوړې شوي دي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږله ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

