د ایران د روغتیا وزارت مرستیال هم په کرونا ویروس اخته شوی

کرونا ویروس له چین څخه بهر تر ټولو زیات کسان په ایران کې وژلي دي

Iran's deputy health minister Iraj Harirchi has tested positive for coronavirus, as the country struggles to contain an outbreak that has killed 15.

Iran's deputy health minister Iraj Harirchi has tested positive for coronavirus, as the country struggles to contain an outbreak that has killed 15. Source: Reuters

د کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې په تېزوالي سره د خپرېدو په حال کې ده. له چین هېواد څخه بهر تر ټولو زیاتو کسانو په ایران کې د کرونا ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د ایران د روغتیا مرستیال وزير په ګډون تر اوسه پورې شاوخوا ۱۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي او ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په یوې خپرې شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د ایران د روغتیا وزارت مرستیال، ایرج هریرچي د دوشنبې په ورځ د یوه خبري کنفرانس پر مهال څو ځله په دسمال د خپلې تندې خولې وچوي. 



تېره ورځ د ایران د روغتیا وزارت یوه ویاند، د دغه هېواد له دولتي تلویزیون سره د خبرو پر مهال دا خبره منلې چې ایرج هریرچي هم په کرونا ویروس اخته شوی.

 په یوې خپرې شوې ویډیو کې ښاغلي‌ ایرج هریرچي ویلي "زه هم په کورونا ویرس اخته شوی یم"              
نوموړي ایرانیانو ته خبرداری ورکړی ترڅو احتیاط وکړي ځکه د کرونا ناروغي تبعیض نه کوي او هر څوک په دغه ناورغۍ اخته کېدای شي.     

همدا شان د ایران د پارلمان یوه غړي، محمود صادقي هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په کرونا ویروس اخته شوی او د ژوندي پاتې کېدوډېر امید نلري.
د ایران د روغتیا وزارت منلې چې ۳۴ نوي کسان په دغه هېواد کې په کرونا ویروس اخته شوي او په یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۹۵ کسانو ته رسیدلی.  له همدې امله د ایران یو شمېر ګاونډیو هېوادونو له دغه هېواد سره خپلې پولې تړلي دي.
A customer talks with a Pharmacist at a drugstore in downtown Tehran, Iran.
A customer talks with a Pharmacist at a drugstore in downtown Tehran, Iran. Source: AAP
څو ورځې وړاندې د افغانستان د روغتیا وزارت هم اعلان وکړ چې د دغه هېواد په هرات ولایت کې د کرونا ویروس یوه پېښه ثبت شوې. د افغانستان د روغتیا وزیر، فیروزالدین فیروز له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په کرونا ویروس اخته کس د ایران له قم ښار څخه افغانستان ته بېرته راستون شوی.


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: AFP, SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
د ایران د روغتیا وزارت مرستیال هم په کرونا ویروس اخته شوی | SBS Pashto