تيره شپه د امريکا هوايي بمباري کې د ايران سپاه پاسداران ځواکمنې پوځي ډلې مشر قاسم سليماني سره د نورو ۶ ملګرو د اعراق هوايي ډګر کې ووژل شول.
د عراق ملي ټلويزيون رپوټ له مخه د سپاه پاسداران پوځي ډلې مشر قاسم سليماني هوايي ډګر ته رسيدو وروسته د ځايي مليشې مشر مهدي ال مهندس لخوا موټرو کې ليږدول کيده چې د امريکايانو له هوايي بريد سره مخ شول او دواړه مشران سره د نورو ملګرو يې ياد بريد کې ووژل شول.
د امريکا دفاع وزارت په يو اعلاميه کې ويلي، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امر سره سم قاسم سليماني د امريکا هوايي بريد کې ووژل شو.
امريکا ويلي، قاسم سليماني پلان درلود ترڅو د امريکا بهرني ماموريتونه تر بريد لاندې راولي.
دا پيښه له هغه وروسته کيږي چې د ايران ملاتړي اورپکې ډلې ځينو پلويانو عراق کې د امريکا سفارت باندې بريد وکړ او ودانۍ ته يې اور پورې کړ.
امريکا خپل سفارت باندې بريد پړه پر ايران واچوله ولې ايران بيا دا تورونه رد کړي.
عراق کې د سليماني وژل کيدو خبر اوريدو وروسته عراقيان پر سرکونو خپل خوښي څرګندوي.
د امريکا او ايران ترمينځ اړيکې ترينګلي دي او د قاسم سليماني وژل کيدو وروسته د دواړو هيوادو ترمينځ د لا ډير کړکيچ رامينځته کيدو اټکل کيږي.

