SKIP TO MAIN CONTENT

اسراییل تایید کړه چې پر ایران یې توغندیز بریدونه پیل کړي دي

د ایران په پلازمینې تهران کې له څو چاودنو وروسته، د اسراییلو د دفاع وزیر ویلي چې اسراییلو پر ایران توغندیز بریدونه پیل کړي دي.

image (1).png
A photo shared on Telegram shows smoke rising in Tehran.

1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By SBS Pashto

سرچینه: SBS


Skip to article content

د ایران په پلازمینې تهران کې له څو چاودنو وروسته، د اسراییلو د دفاع وزیر، اسراییل کاتز تایید کړې چې اسراییلو پر ایران توغندیز بریدونه پیل کړي دي.

له بریدونونه وروسته د اسراییلو پوځ په دغه هیواد کې د کارځایونو، ښوونځیو او د عامو خلکو د را غونډېدو د نورو ځایونو د تړلو اعلان کړی دی.

د جوریسلم پوسټ راپور ورکړی چې احتمال لري دا بریدونه ټوله ورځ دوام وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت رسمي خبري اژانس، ایرنا راپور ورکړی چې له لومړنیو بریدونو شاوخوا دېرش دقیقې وروسته، د پلازمینې په بېلابېلو برخو کې د نورو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

ګڼو سیمه ییزو خبري اژانسونو د دغه هېواد په نورو ښارونو کې هم د بریدونو راپور ورکړی دی.

د ایران د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند مجید اخوان اعلان کړی چې "د ټول هیواد هوايي حریم تر بلې خبرتیا پورې تړل شوی دی".


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now