راپورونه: د اسراییلو د غچ اخیستې له ګواښ وروسته په ایران کې د چاودنو غږ اورېدل شوی او بې پیلوټه الوتکې ویشتل شوي دي

پر اسراییلو د ایران له برید څو ورځې وروسته، د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی مرکزي ښار اصفهان ته څېرمه د چاودنو غږونه اورېدل شوي. مګر د چاودنو د غږونو په اړه متضاد راپورونه خپاره شوي دي.

Iran, Isfahan, cityscape

.د راپورونو له مخې اسراییلي توغندي د ایران په اصفهان ښار کې لګېدلي دي Source: Getty / Tuul & Bruno Morandi

د ایران دولتي رسنیو په اصفهان کې د چاودنو خبر ورکړی دی، په داسې حال کې چې د امریکا اې بي سي نیوز شبکې د یو امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د ایران په یوه سیمه کې اسراییلي توغندي لګیدلي دي.

دغه راپورونه پر اسراییلو د ایران له برید څو ورځې وروسته خپاره شوي دي.

د ایران دولتي رسنیو په اصفهان کې د چاودنو د خبر ترڅنګ د دغه هېواد په یو شمېر ښارونو کې د هوايي د فاعي سیسټم د فعالېدو په اړه هم خبر ورکړی دی.

د ایران د فضايي ادارې ویاند حسین دلیریان ویلي، څو بې پیلوټه الوتکې "په بریالیتوب سره رانسکورې شوې دي".

دلیریان پر خپله اکس پاڼه لیکلي چې "د اوس لپاره د توغندي د برید راپور نشته."

ایران د تېرې شنبې (د اپریل په ۱۳مه نېټه) په اسراییلو له ۳۰۰ د زیاتو مزایلونو او بې بېلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړل. له دغو بریدونو وروسته اسراییلو خبرداری ورکړی و چې برید ته به ځواب ورکړي.

د اسراییلو پوځ فرانس پریس اژانس ته ویلي: "موږ دا مهال تبصره نه لرو."

د تهران د امام خمیني نړیوال هوايي ډګر (IKA) مسافرو ته ویل شوي چې ټولې الوتنې لغوه شوي او باید له هوايي ډګر څخه ووځي.

د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د تهران ترڅنګ د شیراز او اصفهان هوايي ډګرونه هم تړل شوي دي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now