د هرات په ولایت کې شاوخوا ۵۰ ښځو د دغه ولایت د ودانۍ مخ ته تېره ورځ په لاریون لاس پورې کړی وه. لاریون کوونکې وايي چې ښځې د ټولنې نیمه برخه جوړوي او یوازې په ښوونځیو، پوهنتونونو او روغتیايي مرکزونو کې یې موجودیت بسنه نه کوي، بلکې باید په ټولو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري برخو کې ګډون ولري.
لاریون کوونکې وايي غواړي چادرې یا حجاب واغوندي مګر باید د تعلیم او کار حق ورته ورکړل شي.
لاریون کوونکې وايی "دا زموږ حق دی چې تعلیم ، کار او امنیت ولرو."

دغه لاریون کوونکې د راتلونکي حکومت په مشرتابه کې د ښځو پر حضور د ټینګار ترڅنګ وايي، افغان میرمنیو کلونه د ښځو حقونو لپاره قربانۍ ورکړي او په دې برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي او په وینا یې، اوس باید له یاده ونه غورځول شي.
دغه لاریون پداسې حال کې کېږي چې د طالبانو له واک ته رسېدلو ورسته تر اوسه پورې ښځو ته په ځینو ادارو کې د کار اجازه نده ورکړل شوې.
طالبان وايی د دوي د حکومت پرمهال به د ښځو حقونه خوندي دي.

ټاکل شوې ترڅو په نږدې راتلونکې کې د طالبانو حکومت اعلان شي او تر هغې وروسته به معلومه شي چې د طالبانو حکومت د ښخو د حقونو په اړه څه پرېکړه کوي.

