نيو ساوت ويلز کې له نن څخه پر خپل آزادي پوه شئ

نيو ساوت ويلز ايالت کې له نږدې ۴ مياشتو بنديز وروسته نن اوسيدونکو ته آزادي ورکړل شوه.

Shoppers in Sydney.

During shopping. (AAP) Source: AAP

نيو ساوت ويلز ايالت اوسيدونکو لپاره نن يوه ستره او مهمه ورځ ده، ځکه چې د ياد ايالت اوسيدونکي له تيرو څو مياشتو څخه له سختو بنديزونو سره مخ ول او له نن څخه ډير بنديزونه لرې شول.

نيو ساوت ويلز ايالت کې ډير شمير بنديزونه لرې شول، لکه رستورانتونه، بارونه، ودونو او جنازې مراسمو کې د خلکو ډير شمير کې ګډون ته اجازه، د دکانو پرانيستل او داسې نور شامل دي.

له نن څخه د نورو کارونو ترڅنګ نايي(سلماني) او هم ورزشي کلبونه پرانيستل کيږي.

نن څخه دا لاندې محدوديتونه بشپړ واکسين شوو کسانو لپاره لرې شول:

ستاسو کور ته لس کسان راتللی شي

له نن څخه تاسې کولی شئ خپل کور کې لس کسان ميلمانه ولرئ چې پدې شمير کې ماشومان شامل ندي يعنې د ماشومانو سربيره ۱۰ بالغه کسان چې عمرونه ۱۲ څخه ډير وي کولی شي په يو وخت کې په يو کور کې ميلمه وي.

غير واکسين شوي کسان يوازې ۲ کسان خلاصو ځايونو کې سره راټوليدلی شي.

پب، رستورانت او نايي (سلماني)

پخوا چې غير ضروري کاروبارونه تړل شوي ول، له نن څخه هغه ټول بيرته پرانيستل کيږي.

رستورانت، پب او دکانو کې بايد مشتريان له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله غوره کړي او هر يو ځای ته داخليدو سره بايد مشتريان د کوويډ-۱۹ QR کوډ له لارې ځان راجسټر کړي او هم دې له ځان سره د بشپړ واکسين شوي سند ولري چې دا په اسانۍ له MyGov څخه ترلاسه کولی شئ.

هغه خلک چې قوانين مراعت نه کړي هغوی جريمه کيږي.

داخلي ځايونو کې سندرې او يا نڅا کول منع ده ولې په ودونو کې بيا اجازه ورکول کيږي او ۱۰۰ کسان په يو وخت کې نڅا ميدان کې پاتې کيدلی شي.

ټول بالغه کسان چې عمرونه يې له ۱۲ څخه ډير وي بايد عامه ځايونو، بندو ځايونو، هوايي ډګر او هم عامه ټرانسپورټ کې بايد ماسک وکاروي.

بهر خلاصو ځايونو کې ماسک کارول جبري نده.

ورزش،لامبو او ټولنې سپورت

ورزشي کلبونه او نور داخلي ورزش ځايونه له نن څخه پرانيستل شول.

يادو ودانيو کې بايد د کسانو ترمينځ ۱.۵ متره فاصله مراعت شي، بله خوا له نن ورځ څخه د لامبو حوضونه هم پرانيستل کيږي.

مذهبي خدمتونه، جنازې او يا ودونه

ودونو کې ۱۰۰ بشپړ واکسين شوي کسان برخه اخيستلی شي ولې که په ودونو کې غير واکسين شوي کسان ګډون وکړي بيا دا شمير ۵ تنو ته راټيټ کيږي.

ودونو کې خوراک او څښاک بايد په ناسته وشي او نڅا لپاره اجازه ورکړل شوې.

د ساتيرۍ پارکونه او لوبغالې

۵۰۰۰ کسانو ته اجازه ورکول کيږي ترڅو لوبغالو او نورو سترو ساتيريو پارکونو کې ناستې سره ګډون وکړي بله خوا سينما او تياتر کې بيا ۷۵ سلنه ګډون کوونکو ته اجازه ورکول کيږي.

مذهبي ځايونو کې يوازې واکسين شوو کسانو ته اجازه ورکول کيږي او عبادت کوونکي بايد له يو بل څخه ۱.۵ متره فاصله غوره اوهم بندو ځايونو کې د مخ ماسک وکاروي.

سفر کول

د اسټراليا لرې پرتو سيمو اوسيدونکو نورو لرې پرتو سيمو ته سفر کولی شي ولې د لوی سيدني ښار اوسيدونکي اجازه نه لري ترڅو لرې پرتو سيمو ته سفر وکړي.

يعنې د سيدني بلو ماونټين، ولونګانګ، شيل هاربر او سينټرل کوسټ څخه ها خوا اوسيدونکي سفر نشي کولی.

بله خوا د نيو ساوت ويلز ايالت واکسين شوو کسانو شمير ۸۰ سلنې ته لوړيدو وروسته نورو محدوديتونو کې هم نرمښت راوستل کيږي.

 

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
نيو ساوت ويلز کې له نن څخه پر خپل آزادي پوه شئ | SBS Pashto