د اس بي اس پښتو راپورونه او مرکې دلته اورېدلی شئ.
کیدای شي افغانستان د ډېری سفرکوونکو په ذهن کې لومړی منزل نه وي، خو د ټولنیزو رسنیو د اغېزوالو نوې څپه غواړي دا انګېرنه بدله کړي. د ټولنیزو رسنو یو ګڼ شمیر کاروونکیو چې افغانستان ته یې سفرونه کړیدي ددې هیواد منظرو، بډایه تاریخ او مشهورې میلمهپالنې ویډیوګانو خپرې کړیې دي دي.
طالبان څه باندې څلور کاله کېږي چې په افغانستان واکمن دي او بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو باندې ګڼ شمیر محدودیتونه وضع کړیدي.
د دې څپې پر ضد د بشري حقونو ډلې وايي، دا ډول مطالب او په خواله رسنیو خپریدونکې محتوا د طالبانو واکمني او کړنې مشروع ښودلی شي؛ ځکه د طالبانو واکمني ملګرو ملتونو په ۲۰۲۳ کال کې د نجونو او ښځو لپاره "تر ټولو ځورونکی" بللې وه. خو ځینې نور بیا باور لري چې مسوولانه ګرځندوی کولای شي د دې جګړهځپلي هېواد په اړه منفي انځور څه نا څه بدل کړي.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ګرځندوی وده
راپورونه ښیي چې له ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راهیسې، کله چې د امریکا پوځونه له افغانستان څخه ووتل، د دغه هېواد د ګرځندوی (سیاحت) صنعت د پام وړ وده کړې ده. د طالبانو د چارواکو په وینا، یوازې د ۲۰۲۴م کال تر ډسمبر پورې یعني درې کلونو کې شاوخوا ۱۴۵۰۰ بهرني سیلانیان افغانستان ته ورغلي دي.
طالبان ګرځندوی د عاید یوه سرچینه ګڼي، خو د بشري حقونو ډلې وايي دا وده د روڼتیا او امنیت په بیه ترلاسه شوې، ځکه د سیلانیانو د خوندیتوب قانوني ضمانت او پوره اسانتیاوې نشته.
تېره اوونۍ طالبانو په ټول هېواد کې د اړیکو پرېکون اعلان کړ،دا پریکړه څو اوونۍ وروسته له هغه چې د فایبر نوري لینونه یې د “فساد” او “بېاخلاقۍ” د مخنیوي په نوم پرې کړل.
نړیوالې ادارې خبرداری ورکوي چې امنیتي وضعیت لا هم د ډاډ وړ ندی؛ د ۲۰۲۴م کال د مې په میاشت کې د داعش یوې سیمهییزې ډلې په برید کې درې هسپانوي سیلانیان او درې افغانان ووژل شول.
سره له دې خطرونو، یو شمېر ټولنیز انفلوینسران بیا هم افغانستان ته ځي، له هغوی څخه یوکیت سنکلیردی، چې د نړۍ په اوږدو کې په خپل موټر سفر کوي.
په انستګرام کې له خپلو له ۳۰۰ زرو ډېرو تعقیبوونکو سره شریکو پوسټونو کې، سنکلیر د طالبانو د غړو تر څنګ وسله په لاس ولاړ ښکاري. او خپله لومړی لیدنه یې له طالبانو سره په زړه پورې بللې، خو د LGBTQ+ د ډلې پر ضد دریځ او د ښځو محدودیتونه یې نیوکې کړیې دي.
امریکايي یوټیوبر اډیسن پیېر مالوف، چې نږدې دوه میلیونه ګډونوال لري، لا یو ګام وړاندې تللی او خپلو فالوورانو ته یې ناسمه ادعا کړې ویلي یې دي ګواکي افغان ښځې له سړیو ډېر حقونه لري.
یو بل بلاګر کیـران براون خپلو د انستګرام تعقیبوونکو ته سپارښتنه کړې چې د "هلکانو ځانګړی سفر افغانستان ته" بوک کړي.

اصلي او ډاروونکی تصویر
د بشري حقونو د څار څېړونکې فرشته عباسي وايي دا ډول پوسټونه " ډېر زیان رسونکي" دي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو ژوند ناسم انځوروي.
د عباسي په وینا، له ۲۰۲۱م کال د اګست راهیسې چې طالبان بېرته پر واک راغلي، افغانستان ښايي د ښځو د حقونو تر ټولو بد حالت ولري. ښځې له ثانوي او لوړو زده کړو او په ډېرو برخو کې له کار څخه منع شوې دي، او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قوانین چې تېر کال نافذ شول ښځې په عامه فضا کې د خپل غږ له کارولو هم محدودوي.

هغې وویل:
"ډېری بلاګر چې افغانستان ته ځي، اجازه نه لري د ښځو د زده کړو او کار د بندیزونو یادونه وکړي دوی له دې موضوعاتو هېڅ نه وايي."
هغه زیاتوي: که تاسې د ټول وضعیت ریښتینی انځور نه شي ښودلی، نو ښايي تر ټولو ښه دا وي چې هېڅ نوره محتوا هم خپره نکړئ.
همدغه ناوړه حالت د سیډني زدهکوونکې ګل افروز محمدي دې ته اړه کړه چې له هېواده ووځي او آسټرالیا ته راشي.
هغې په هند کې د لنډمهاله بورس له لارې زدهکړې کولې، خو کله چې د کابل د سقوط خبر واورېد، د خپلې کورنۍ د بیا لیدو هیله یې له منځه لاړه.
د ښځو لپاره ځانګړي سیاحتي سفرونه
د آسټرالیا د بهرنیو او سوداګریزو چارو وزارت (DFAT) خپلو وګړو ته سپارښتنه کوي چې د ترهګرۍ، تښتونو او بېدلیله بندیزونو د لوړ خطر له امله افغانستان ته سفر ونه کړي.
خو دا سپارښتنه د سیدني مېشتې د سفر لارښودې پاریس هېلووډ له خپل هوډه نده درولې، چې یوازې د ښځو لپاره افغانستان ته سفرونه تنظیموي.

هغې وویل: د مسؤله ګرځندوی ملاتړ کو ځکه دا یوه داسې تګلاره ده چې د طالبانو له واقعیتونو سترګې نه پټوي، موخه دا نده چې د طالبانو منفي انځور بدل کړو ددې ترڅنګ د افغانستان اقتصاد ته هم یو مهم فرصت برابروي.
هغه زیاتوي: له ځینو انفلوسرانو سره یې لېدلي او باور لري چې یو شمېر یې د منځپانګې یا محتوا د اخیستو لپاره افغان لارښود کس استثماروي او هغه د طالبانو د غچ اخیستو له خطر سره مخ کوي.
هغې زیاته کړه:هغوی د ویډیوګانو او عکسونو وروسته ځي او پوهېږي چې بېرته به هیڅکله راونه ګرځي.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونو اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورې موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
