نيوزيلينډ کويډ-۱۹ څخه پاک اعلان شو

نيوزيلينډ کې پر کرونا ويروس وروستي اخته کس درملنې وروسته ياد هيواد اعلان وکړ چې هيڅ پر کرونا ويروس مبتلا کس نه لري.

New Zealand Prime Minister Jacinda Ardern says her country is effectively free of active coronavirus cases.

New Zealand Prime Minister Jacinda Ardern says her country is effectively free of active coronavirus cases. Source: Getty Images

د نيوزليند لومړۍ وزيري جسينډا ارډرن دا خبر له رسنيو سره شريک کړ او خپل هيواد يې له کرونا ويروس څخه پاک اعلان کړ.

اغلې خبرې غونډې ته وينا دوران کې وويل، نيوزليند کې دې خبر اوريدو سره نوموړې حتی له خوښۍ په ګډا شوه.

نن نيوزيليند کې روغتيا برخې چارواکو دا خبر شريک کړ چې پر کرونا ويروس اخته وروستی کس روغ شو او له روغتون څخه فارغ  شو. د وروستي کس درملنې وروسته نيوزيليند هيواد کرونا ويروس څخه پاک اعلان شو.

نيوزيليند کې ۱۷ ورځې کيږي چې هيڅ يوه مثبته پيښه نده ثبت شوې.

جسينډا ارډرن وايي، داچې اوس نيوزيلينډ له کرونا ويروس څخه پاک ګرځول شوی نو نږدې راتلونکې کې به ټول وګړي داسې آزادي ولري لکه له کرونا ويروس څخه مخکې يې چې ورسره ژوند کاوه.
New Zealand Government Considers Easing Of COVID Alert Level Restrictions
جسیندا اردرن، نخست‌وزیر نیوزیلند و اشلی بلوم‌فیلد، رییس صحت عامه نیوزیلند. Source: Getty Images AsiaPac
نيوزيلينډ هيواد کې ۳۰۰،۰۰۰ کسان کويډ-۱۹ لپاره معاينه شوي. 

ياد هيواد کې ټولې ۱۵۰۴ مثبتې پيښې ثبت شوي او ۲۲ کسانو بيا خپل ژوند له لاسه ورکړی.

نيوزيليند هيواد لومړي ځل لپاره د فبروری مياشت پر ۲۸ نيټه د کويډ-۱۹ لومړنۍ پيښه ثبت کړه او لدې سره حکومت چټکۍ سره بنديزونه ولګول، ولې تر ټولو سخت بنديزونه د مارچ مياشت پر۲۳ نيټه له هغه وروسته ولګول شول کله چې ياد هيواد کې د کويډ-۱۹ مثبتې پيښې ۱۰۰ ته لوړې شوې.

اسټراليا لکه نيوزيليند په شان يې چټکۍ سره بنديزونه او محدوديتونه وضع نه کړل او همدا ده چې اوس اسټراليا کې له ۴۰۰ ډيرې مثبتې پيښې شتون لري.

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service