نړيوال شهرت لرونکی فلم جوړوونکی بينجامين ګيلمور افغانستان کې جوړ شوی فلم "جرګه" نندارې ته وړاندې کړ.
جرګه فلم د يو اسټراليايي پوځي کيسه يې راخيستې کوم چې قندهار کې يې يو بې ګناه کس چې د څو بچو خاوند وه خپل ماموريت دوران کې وژلی.
ياد پوځي عامو جامو کې له کړاوونو تيرولو وروسته يادې لرې پرتې سيمې کې د وژل شوي کس کورنۍ ته ځي او له هغو د بښنې غوښتنه کوي.
د وژل شوي کس په کلي کې يوه جرګه جوړيږي ترڅو دده پوځي حق کې پريکړه وکړي نو ځکه ددې فلم نوم هم جرګه ايښودل شوی.
د بينجامن پدې فلم کې د پښتنو کلتور ډيرې برخې هم فلم شوي چې ډيره کې مثبتې دي.

ياد فلم په لومړيو کې په پام کې وه چې پاکستان پښتنو ميشتې سيمې کې ډک شي ولې پاکستاني حکومت د ياد فلم جوړيدو اجازه ورنه کړه او حکومت وويل چې پدې فلم کې سياسي برخې د منلو ندي.
د اسټراليا سيدني ښار کې د سلګونو په شمير اسټراليايانو او افغانانو د ياد فلم ليدو ته تللي ول او د هغو ډيره کې د فلم ليدو وروسته وينا دا وه چې پدې فلم کې ډير انډول مراعت شوی او يو حقيقي انځور يې وړاندې کړی.

د ياد فلم لي ليدو وروسته د پښتنو ځيني مشرانو له اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکه کې وويل چې د پښتنو جرګه کې په ډيره کې بښنې ته د بدل اخيستو پر پرتله .لومړيتوب ورکول کيږي

د جرګه فيلم جوړوونکي بينجامن وويل چې دده فلم د نورو لويديځوالو فلم جوړوونکو پر پرتله د پښتنو د سيمو سم انځور نړيوالو ته وړاندې کولو کوښښ کړی په کوم کې چې پښتانه د جګړې قرباني ښودل شوي او هم نړيوالو ته د خبرداري په معنی ده ترڅو هغه ډلې کوم چې جګړو کې ښکيلې دي هغوی باندې دا فلم اغيزې وشيندي او د جګړې پايلو په اړه فکر وکړي.

جرګه فلم نږدې راتلونکې کې په نړيواله کچه نندارې ته وړاندې کيږي او ټوله کې پر پښتنو د روانې جګړې ناوړه اثرات نړوالو ته وړاندې کيږي.
پدې اړه د تيار شوي رپوټ ته غوږ شئ.

