جوبایډن اوکراین ته نا اعلان شوی سفر وکړ

پر اوکراين د روسيې يرغل يو کال بشپړيدو سره د امريکا ولسمشر جو بايډن د اوکراين پلازمينې ته ناڅاپه سفر وکړ. د امریکا ولسمشر په کییف کې له خپل اوکرایني سیال ولادیمیر زیلینسکي سره د جګړې له پیل راهیسې دغه هېواد ته په خپل لومړي سفر کې لیدلي دي.

US President Joe Biden (R) is greeted by Ukrainian President Volodymyr Zelensky (L) during a visit in Kyiv, Ukraine.

US President Joe Biden made a surprise trip to Kyiv ahead of the first anniversary of Russia's invasion of Ukraine, AFP journalists saw. Source: Getty / DIMITAR DILKOFF/AFP via Getty Images

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن اوکراین ته په ناڅاپي سفر تللی، د روسیه د یرغل یو کلن کلیزې دمخه اوکراين څخه د امريکا ملاتړ يو نمايشي انځور وړاندې کولو کوښښ شوی.
دا سفر پداسې حال کې ترسره کيږي چې روسي ځواکونو د اوکراين په ختیځ کې د لومړۍ لیکې په اوږدو کې پراخ بریدونه پیل کړی دی.

د دوشنبې په ورځ کله چې ښاغلي بایډن کییف ته سفر وکړ د اوکرایین په پلازمینه کې د هوایي بریدونو سایرنونه وغږول شول ، مګر د روسیې د توغندیو یا هوایي بریدونو راپور ندی ورکړل شوی.

ولسمشر ولادیمیر زیلینکسی وویل چې هغه او ښاغلي بایډن د لیدنې پر مهال د اوږد واټنه وسلو په اړه خبرې وکړې.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ښاغلی بایډن به پر روسیې د نورو بندیزونو او د اوکراین د پوځي ملاتړ اعلان وکړي.
ښاغلی بایډن یوه ورځ مخکې د اوکراین پلازمینې ته پداسې وخت کې ورسید چې ولسمشر ولادیمیر پوتین تمه ده چې پر اوکراين د يرغل يوې کليزې بشپړيدو په اړه یوه لویه وینا وکړي، او داسې هم تمه کیږي چې رغل دويم کال پيليدو سره به د روسيې اهدافو په اړه هم خبرې وکړي.

د روسيه او اوکراين جګړې پيل راهيسې دې هیواد ته د ښاغلي بایډن لومړی سفر دی.
کلیزه د سمبولیک اهمیت څخه ډیرې نوې خواوې هم بيانوي، هغه څه چې لویدیځ یې د جګړې تر ټولو وژونکي پړاو ته د هڅونې په توګه ګوري ځکه چې مسکو په زرګونو سرتیري او اجیر عسکر د ژمي برید ته اړوي.

روسیې په وروستیو اونیو کې د ختیځې جبهې کې تر اوسه لږې لاسته راوړنې ترلاسه کړه. کیف او لوېدیځ دې ته د یو فشار په سترګه ګوري چې ښاغلي پوتین هغه جګړه ونه ګټي چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپا کې پیل کړې.

شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

سرچینه: AAP




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service