د امریکا ولسمشر وايي، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د القاعدې د مشر له وژل کېدو وروسته 'عدالت ورکړل شوی'.
د امریکا ولسمشر جوبایډن تایید کړه چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري په افغانستان کې د سي آی اې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی.
د الظواهري وژل کيدل په ۲۰۱۱ کال کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته د دغې ډلې لپاره تر ټولو لوی ګوزار دی.
ښاغلي بایډن د سه شنبې په ورځ په واشنگټن ډي سي کې په یوه خبري کنفرانس کې خبریالانو ته وویل، "د شنبې په ورځ سهار، زما په لارښوونه، متحده ایالاتو د افغانستان په کابل کې په بریالیتوب سره یو هوایي برید وکړ چې د القاعدې مشر ایمن الظواهري یې وواژه."
"الظواهري د بن لادن مشر و - هغه ټول وخت د هغه سره و. هغه د سپټمبر د ۱۱ د تروریستي برید په وخت کې د هغه دوهم نمبر سړی يعنې د هغه مرستیال و.
"هغه د سپټمبر د یوولسمې په پلان کې ژوره ونډه درلوده، د هغو بریدونو تر ټولو مسؤل و چې ۲۹۷۷ کسان یې ووژل."

Image no longer available
ښاغلي بایډن وویل، له هغه وخته چې امریکا ۱۱ کاله وړاندې بن لادن وژلو سره يې عدالت تامين کړ، الظواهري د القاعدې مشري کوله او په ټوله نړۍ کې یې بریدونه تنظیمول.
طالبانو په کابل کې د يو بريد ترسره کيدو خبر ورکړی او دا بريد يې دوحې تړول څخه ښکاره سرغړونه ياده کړې.
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي، " بريد د امريکا بې پيلوټه الوتکې په واسطه شوی او طالبان دا بريد په کله غندي."
الظواهري، یو مصري ډاکټر او جراح، د 2001 کال د سپټمبر د ۱۱ د بریدونو په همغږي کولو کې مرسته وکړه چې په کې څلور ملکي الوتکې په نیویارک کې د نړیوال سوداګرۍ مرکز دوه ودانۍ، واشنګټن ته نږدې پنټاګون او د پنسلوانیا یوه ډګر يې په نښه کړل چې نږدې ۳،۰۰۰ کسان یې ووژل. .
یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د یکشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د سي آی اې له خوا د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی.
د ادارې یوه جګپوړي چارواکي وویل، "د اونۍ په پای کې، متحده ایالاتو په افغانستان کې د القاعدې د یو مهم هدف په وړاندې د تروریزم ضد عملیات ترسره کړل."
دغه چارواکي زياته کړه: "عمليات بريالي وو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې."
د سي آی اې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د الظواهري مړینه دا پوښتنې راپورته کوي چې ایا هغه ته د ۲۰۲۱ په اګست کې د کابل له نیولو وروسته د طالبانو لخوا پټنځای ورکړل شوی و ځکه چې د متحده ایالاتو په مشرۍ وروستي سرتیري له ۲۰ کلنې جګړې وروسته له افغانستان څخه ووتل.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې د برید پخلی کړی او هغه یې په کلکه غندلی او هغه یې د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.
د کورنيو چارو وزارت وياند، عبدالنفي تکور وړاندې وويل: "په شېرپور کې پر يو کور راکټ لګېدلى دى، ځکه چې کور خالي و، چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې."

