Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

کرکټ پوهان وايي کيدای شي افغانستان ننۍ لوبه له پاکستان څخه وګټي

افغانستان او پاکستان د ننۍ لوبې ګټلو لپاره خپل پوره ځواک کاروي

Afghan and Pak cricket players
Afghan and Pak cricket players Source: AP Photo/Aijaz Rahi/Richard Wainwright

پاکستاني لوبډلې لپاره د اسيا نړيوال جام دوه اړخونه لرلي، يو داچې له هانګ کانګ څخه لوبه په لوی توپير ګټل او بيا بله خوا هند ته لوبه په لوی توپير بايلل دا هغه څه ول چې پاکستان يې نا معلومه حالت سره مخ کړی او بيا بله خوا افغانستان سريلانکا او بنګله ديش ته په لويو توپيرو سره ماتې او هغوی خپه کول  هغه څه ول چې ډيرو يې تمه هم نه کوله.

نن به افغانستان له پاکستان سره لوبيږي او دواړه لوبډلې دا کوښښ کوي ترڅو لوبه وګټي او د اسيا جام پای لوبو ته لار پيدا کړي.

اوس به دا وګورو چې دا لوبډلې په کوم حالت کې دي ترڅو مونږ ددې وړاندوينه وکړو چې کومه لوبډله به ننۍ لوبه ګټي.

پاکستان او افغانستان يوازې دوه ځله په يو ورځني لوبو کې له يو بل سره مخ شوي او پاکستان دواړه لوبې ګټلي، ولې هغه افغان لوبډلې سره چې پاکستان پخوا دوه ځله مخ شوی وه هغه اوس هغه لوبډله نده. افغانستان اوس نړيوال کريکټ کې ځانګړی نوم خپل کړی او داسې لوبډلو ته لکه ويسټ انډيز او سريلانکا ماتې ورکول ددې بشپړه ښکارندويي کوي.

بله خوا پاکستان پدې کوښښ کې دی ترڅو خپله لوبډله راټوله کړي او له هند څخه چې يې په لوی توپير ماتې وخوړه هغه تشه بيرته ډکه کړي.

Pakistan's Shadab Khan, left, celebrates with teammates the dismissal of India's captain Rohit Sharma
Pakistan's Shadab Khancelebrates with teammates the dismissal of India's captain Rohit Sharma cricket match of Asia Cup (AP Photo/Aijaz Rahi) Source: AP

ننۍ لوبه کې پاکستان کوښښ کوي چې خپل لوبډلې کې ځيني بدلونونه راولي، بله خوا افغانستان بيا دا شکايت هم کړی چې له بنګله ديش سره لوبې وروسته لوبغاړو ته کافي اندازه د ارام وخت ندی ورکړل شوی او نن يو ځل بيا له افغان لوبډلې تمه کيږي چې خپل بشپړ ځواک سره لوبې ميدان ته را ووځي.

کره کتوونکي وايي چې که چيرې ننۍ لوبې لپاره افغانستان خپله لوبډله ښه جوړه او لوبې ته وړاندې کړي نو داسې تمه کيږي چې دا لوبه به افغانستان لپاره تاريخ جوړوونکې وي.

Afghanistan's Aftab Alam celebrates with teammates
Afghanistan's Aftab Alam, left, celebrates with teammates the dismissal of Bangladesh's Liton Das, Asia Cup (AP Photo/Aijaz Rahi) Source: AP

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now