کارګر ګوند په پارلمان کې اکثریت څوکۍ ترلاسه کړې او انتوني البنیزي یو ځل بیا د لومړي وزیر په توګه و ټاکل شو

انتوني البنیزي په پارلمان کې لوی اکثریت ترلاسه کړ، خو د اپوزیسیون مشر پیټر ډټن په کوینزلنډ کې څوکۍ له لاسه ورکړه.

ELECTION25 ANTHONY ALBANESE CAMPAIGN

Australian Prime Minister Anthony Albanese, Partner Jodie Haydon and son Nathan acknowledge the crowd at the Labor Election Night function at Canterbury-Hurlstone Park RSL Club. Source: AAP / LUKAS COCH/AAPIMAGE

انتوني البنیزي د ۲۰۲۵ کال فدرالي ټاکنو کې د بریا اعلان وکړ، ځکه لیبر ګوند په پارلمان کې اکثریت څوکۍ ترلاسه کړي او چمتو دی چې د دوهم ځل لپاره واک ته ورسېږي.

ښاغلي البنیزي خپلو پلویانو ته په سیدني کې وویل چې د لومړي وزیر په توګه خدمت کول د ده د ژوند تر ټولو ستر ویاړ دی.

هغه وویل: "د عاجزۍ او مسؤلیت ژور احساس سره، لومړی کار چې زه یې نن شپه کوم د آسټرالیا خلکو څخه د دې فرصت لپاره مننه کول دي؛ د دې لپاره چې ماته یې دا فرصت راکړ چې د نړۍ تر ټولو غوره ملت ته خپل خدمت ته دوام ورکړم."

"نن ورځ، د آسټرالیا خلکو، آسټرالیايي ارزښتونو ته رایه ورکړه: د ټولو لپاره د عدالت، هیلو او فرصت لپاره."


"آسترالیایانو راتلونکي ته رایه ورکړه چې له دې ارښتونو سره سمه وي، یوه راتلونکې چې زموږ د یووالي او ګډو ارزښتونو پر بنسټ جوړه شوې وي."

لیبر ګوند به د پارلمان په زیات شمېر چوکیو سره په خپلواکه توګه حکومت وکړي، وروسته له هغې چې په څو ایالتونو کې د حکومت په لور بدلون راغی.

د لیبر ګوند له مهمو بریاوو څخه یوه هم د مخالف ګوند د مشر، پیټر ډوټن، څوکۍ وه — د کوینزلنډ د ډيکسن ټاکنیزې حوزې څوکۍ.

یاده څوکۍ د لیبر ګوند نوماندې علي فرانس ګټلې ده.دا لومړی ځل دی چې یو د مخالف ګوند مشر په فدرالي ټاکنو کې خپله څوکۍ له لاسه ورکوي.
Australia Election
Australian Liberal Party leader Peter Dutton, third left, stands with his family as he makes his concession speech following the general election in Brisbane. Source: AP / Pat Hoelscher/AP
ښاغلي ډټن د ایتلاف د ماتې بشپړ مسؤلیت ومانه.

هغه وویل: "موږ په دې کمپاین کې کافي ښه کار ونه کړ، دا خبره نن شپه ښکاره ده."

"ما تل په خپل عامه ژوند کې هڅه کړې چې خپل هېواد او هر آسټرالیایي ته تر ټولو ښه وکړم."

"دا د لیبر ګوند لپاره یوه تاریخي شېبه ده، او موږ یې په رسیمت پېژنو."


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS

Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service