لیبر ګوند د نیو ساوت وېلز ایالت ټاکنې وګټلې

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د رایو شمېرنه پای ته نده رسېدلې، مګر شننونکې وايي لیبر (کارګر) ګوند ټاکنې ګټلي او لیبرال ګوند په ټاکنو کې خپله ماته منلې ده.

Freudentränen bei zwei Frauen in roten Labor-Shirts

Die NSW Labor-Abgeordnete Rose Jackson (links) feiert während des Empfangs der NSW Labor in Sydney, Samstag, 25. März 2023. Source: AAP / DEAN LEWINS/AAPIMAGE

په نیو ساوت وېلز ایالت کې رایه اچونه د مازدیګر په ۶ بجو پای ته رسېدلې او تر هغې وروسته د رایو شمېرنه پیل شوې چې تر دې دمه لا پای ته نده رسېدلې.

سره لدې چې رای شمېرنه دوام لري او تر دې دمه له ۵۰ سلنه څخه زیاتې رایې شمېرل شوي، د ټاکنو شنونکي وايي چې لیبر (کارګر) ګوند ټاکنې ګټلې دي.

په همدې حال کې د لیبرال ګوند مشر، دومینیک پیروټېټ په ټاکنو کې خپله ماته منلې ده او اعلان یې کړی چې د لیبرال ګوند له ریاست څخه به لرې شي.

دومینیک پېروټېټ له تېرو ۱۸ میاشتو راهیسې د نیو ساوت وېلز ایالت مشر وه او تمه یې درلوده ترڅو ټاکنې وګټي.

NSW STATE ELECTION
NSW Premier Dominic Perrottet with his wife Helen Perrottet and daughter Celeste arrive to cast their votes on NSW state election day. Source: AAP / AAP

د نن ورځې په ټاکنو کې لیبر ګوند له لیبرال څخه یو شمېر مهمې څوکۍ د سیډني په غرب کې ګټلي دي.

له ټاکنو وروسته د نیو ساوت وېلز ایالت د لیبر ګوند مشر، کریس منز خپلو پلویانو ته د خبرو پرمهال ویلي چې د دغه ایالت خلکو "نوي پیل" ته رایه ورکړې ده.

هغه وايي: "زه فکر کوم چې دا ټاکنیز کمپاین بې له شکه د درناوي او مدنيت نمونه وه."

"فکر کوم چې دا په دې هیواد کې د ډیموکراسۍ د سمې لارې لپاره یوه بیلګه کیدی شي."

A man and a woman celebrating
Labor leader and Premier-elect Chris Minns, čelnik Laburističke stranke i novoizabrani premijer Novog Južnog Walesa sa suprugom Annom na proslavi izbornih rezultata Source: AAP / Dean Lewins

د نیو ساوت وېلز ایالت پارلمان دوه جرګې لري چې د دغه ایالت د استازو او سنا (مشرانو) جرګو په نومونو یادېږي.

د نیو ساوت وېلز د استازو (ولسي جرګه) ۹۳ غړي لري.

په نیو ساوت وېلز ایالت کې د ټاکنو د کټلو لپاره لیبر ګوند ۴۷ څوکیو ته ضرورت لري. د د ای بي سي شبکې د وړاندوینې پر اساس لیبر به په ټاکنو کې ۵۰ څوکۍ ترلاسه کړي.


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now