د ليبرال
د لیبرال ګوند مشر سکاټ موریسن او د کارګر ګوند مشر انتوني البانیزي د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه رایه ورکونکو ته وینا وکړه چې سکاټ موریسن د می د 21 لپاره فدرالي ټاکنو نيټه اعلان کړه.
لومړی وزیر د یکشنبې په سهار له سیډني څخه کینبرا ته سفر وکړ او اسټراليا ګورنر جنرال چې د ملکې اليزابيت په اسټراليا کې استازی دی له هغه سره وليدل او د پارلمان منحل کیدو او د ټاکنو امر کولو واک يې ترلاسه کړي.
د پارلمان په ماڼۍ کې د وینا پر مهال، سکاټ موریسن وویل، هغه پوهیده چې اسټرالیایان له سختو ننګونو سره مخ دي او د ټاکنو په بهیر کې د "سیاست څخه ستړي شوي" دي.

"زه له دې هیواد سره مینه لرم، زه له اسټرالیا سره مینه لرم. زه پوهیږم چې اسټرالیایان له ډیر سخت وخت څخه تیر شوي دي. زه پر دې هم پوهیږم چې استرالیا په راتلونکو کلونو کې له ډیرو سختو ننګونو سره مخ ده.
تر بل هر وخت ډیر، زه پوهیږم چې موږ د نړۍ په غوره هیواد کې ژوند کوو او تر بل هر وخت ډیر زه د خپل راتلونکي په اړه خوشبین یم او هغه څه چې زه پوهیږم هغه داچې استرالیایان کولی شي هر څه ترلاسه کړي.
"اوس هم ډیر ناڅرګندتیا په مخ کې ده. زه یې منم. پداسې حال کې چې مونږ ټاکنو ته روان يو پوهيږم چې خلک له سیاست څخه ستړي شوي."
ښاغلي موریسن د خپل لومړي رسمي کمپاین وینا د خپل حکومت "مسؤول مالي مدیریت" په ګوته کولو لپاره وکاروه. ښاغلي مورسين د کوويډ-۱۹ وبا دوران کې د آسټرالیا په رهبرۍ کې بریاوې، د مالیاتو معافیت ، زیربنایی پانګوونې او دفاعي لګښتونو ته د حکومت لاسته راورنې په توګه يادونه وشوه.
"په ګډه کار کولو سره، موږ د خرابو خوبونو سناریوګانو مخه ونیوله ځکه چې ډیری هیوادونه په وروستیو کلونو کې ورسره مخ وو. د بیکارۍ اټکل ۱۵ سلنې ته رسیدلی و، مګر اوس یوازې ۴ سلنې ته رسیږي او نور هم راټیټیږي - چې په ۴۸ کلونو کې تر تولو ټيټه کچه ده.
زموږ د اقتصادي بیارغونې اقداماتو، په ځانګړې توګه د جاب کیپر پروګرام، شاوخوا ۷۰۰،۰۰۰ دندې خوندي کړې او زموږ د روغتیا پلانونو په ګډه کار کول، د نورو هیوادونو په پرتله د لسګونو زرو خلکو ژوند ژغورلی دی.
"تقریبا په هره اندازه کې - د کوويډ-۱۹ څخه د مړینې کچه، د واکسین کيدو کچه، اقتصادي وده، د دندو وده، یا د پور کچه - د آسټرالیا نړۍ کې بې سارۍ دی."
د کارګر مشر انتوني البانیز لږ وروسته خبریالانو ته خپله لومړۍ وینا وکړه.

ښاغلي البانیز ژمنه وکړه چې "هیواد به بیا سره یوځای کړي".
"موږ یو لوی هیواد یو، مګر موږ کولی شو نور هم ښه شو که موږ یو ښه حکومت ولرو. موږ څو کاله له ستونزو سره مخ وو.
هغه وویل: "آسټرالیا د وبا، سیلابونو، د اورونو د ننګونو په وړاندې بریالیتوب لپاره قربانۍ ورکړي دي. دې زموږ د ټولنې ځواک ښودلی، مګر دا زموږ د اقتصاد زیانونه هم په ګوته کوي چیرې چې موږ باید يادو برخو کي لا ډير پرمختګ وکړو."
لکه څنګه چې موږ له دې څخه راوځو نو آسټرالیا د لا ښه راتلونکه مستحق دی.
ښاغلي البانیز د آسټرالیایانو سره خواخوږي وکړه ،د هغه په وینا هغه کسان چې د ژوند لګښتونو ډيروالي څخه کړيږي نوموری يې درک کوي.
ښاغلی وايي، د ژوند لږښتونه ډيريدو حال کې دي مګر د دوی عاید نه.
ښاغلي البنيزي وويل، اسټراليايان د ویرې پرځای د خوشبینۍ پر لور بايد لارښود شي. هغه د خپل د ګوند تمرکز د معاشونو په لوړولو، د دندو خوندي کولو، د تولید بیا ژوندي کولو، د طبي پاملرنې پیاوړتیا، د نوي کیدونکي انرژۍ په برخه کې پانګه اچونه او د زړو کسانو پاملرنې بحران حل کولو او همدارنګه د ارزانه کور او ارزانه ماشومانو پاملرنې چمتو کولو باندې ټینګار وکړ.
هغه وويل: "د کارګر يا ليبر ګوند پلانونه د ژوند د فشارونو د لګښتونو د کمولو په موخه دي. موږ به نور ارزانه کورونه جوړ کړو، موږ به د زړو پاملرنې بحران حل کړو. موږ به د ملي براډ بانډ شبکه جوړه کړو."
"که زه ستاسو د لومړي وزیر په توګه د خدمت کولو ویاړ ترلاسه کړم، زه تاسو سره دا ژمنه کولی شم - زه به په صداقت سره مشري وکړم او زه به تاسو سره په درناوي چلند وکړم. زه به په خپل سیاسي سیسټم باور بیرته راګرځوم، د ضایعاتو او خرابو څخه به مخنيوی وکړم، له فساد سره د مبارزې د پياوړي کميسيون جوړول هم زما د حکومت به مهمه برخه وي."

