Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

پر بې وزله افغان انجونو جوړ شوي فلم د نړۍ سينما تر ټولو معتبره جايزه وګټله

د افغانستان ناخوالو او هيلو يو ګډ انځور د اسکار جايزې له لارې نړۍ ته وړاندې شو.

Afghan girl skating
Source: Skateistan

د افغانستان پلازمينه کابل کې د بې وزله ماشومانو زده کړې او سکيټ بورډ سپورتي لوبو مرکز له شاوخوا ۱۳ کلونو راپديخوا فعاليت کوي.

ياد مرکز د يو اسټراليايي فعال او څيړونکي لخوا پرانيستل شوی په کوم کې چې بې وزله ماشومانو ته زده کړو ترڅنګ د سکيټ بورډ سپورتي لوبې هم ښايي.

افغانستان کې روانه جګړه او ناخوالو ترڅنګ ځيني موسسې او پروګرامونه هڅه کوي ترڅو د بې وزلو ماشومانو لاسونه ونيسي او ورته د زده کړې زمينه برابره کړه.

اوليور پيرکويچ په کال ۲۰۰۷ کې له دريو سکيټ بورډونو سره کابل ته لاړ او د افغانستان بيرته جوړولو پر څرنګوالي يې څيړنه پيل کړه.

افغانستان کې ۷۰ سلنه نفوس له ۲۵ کلونو لږ عمر لري ولې ډيره کې د نفوس دې لويې برخې باندې پانګونه نده شوې.

اوليور د کابل پر سرکونو سکيټ بورډ کول پيل کړه او دا يې وليدل چې ډير تنکي ځوانان له يادې لوبې سره مينه ښايي، همدا وه چې اوليور يوه موسسه پرانيستله چيرې چې بې وزله ماشومانو ته سبق ترڅنګ سکيټ بورډ هم زده کړي.

 Annual Academy Awards - Backstage
File photo. Source: Getty Images North America

د بې وزله افغان انجونو سکيټ بورډ پر سفر يو انګليسي فلم ډايريکټرې په کال ۲۰۱۹ کې فلم جوړ کړ کوم چې لنډ وخت کې يې نړيوال شهرت ترلاسه کړ.

جګړې سيمه کې سکيټ بورډ زده کول(که چيرې انجلۍ اوسئ) نن د نړۍ سينما تر ټولو معتبره جايزه وګټله.

د يادې جايزې ګټل يو ځل بيا نړۍ ته د افغانستان د ناخوالو او هيلو يو ګډ انځور وړاندې کړ.

 


2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now