د نيو زيلينډ لومړۍ وزيرې جسينډا اډيرن يوه لور وزيږوله او دا زيږون د بينظير بوټو زيږيدو نيټې باندې وشو.
د بينظيبر بوټو نوم دلته ځکه ذکر کيږي چې د نړۍ لومړنۍ صدراعظمه ميرمن بينظير بوټو وه چې خپل حکومت دوران کې يې خپلې لور ته زيږون ورکړ.
د نيو زيلينډ لومړۍ وزيره جسينډا ۳۷ کلنه ده او په کال ۲۰۱۷ کې د نيوزيلينډ لومړی وزيره شوه.
جسينډا له بينظير بهوټو وروسته دويمه لومړی وزيره شوه چې خپل حکومت دوران کې يې ماشوم وزيږوه.
بختاور بهوټو چې د بينظير بهوټو لور ده او خپل مور بينظير بوټو حکومت دوران کې يې زيږون شوی د نيوزيلنډ لومړی وزيرې ته مبارکې ورکړې.

