له کورنۍ تښتيدلې سعودي انجلۍ د اسټراليا پر ځای د کاناډا پناه ورکولو وړانديز و مانه
اتلس کلنه سعودي تبعه چې له خپلې کورنۍ تښتيدلې او اسټراليا ته پناه غوښتنې لپاره په لاره وه بنکاک هوايي ډګر کې د پوليسو لخوا ونيول شوه.
رهف محمد ادعا کوي چې بنکاک هوايي ډګر ته له رسيدو سره سم سعودي چارواکو له هغې پاسپورټ واخيست او په پام کې وه چې د تايلندي چارواکو لخوا بيرته سعودي عرب ته واستول شي.
اغلې رهف ځان کوټه کې بند کړ او پر ټويټر يې پيغامونه واستول چې ګواکې دده ژوند له خطر سره مخ دی او بيرته سعودي عرب ته ستنيدو سره به يې کورنۍ اغلې ووژني.
تاليند کې د ملګرو ملتونو ادارې د رهف پناه غوښتنې غوښتنليک وڅيړه او اغلې يې کډواله وبلله.
په لومړيو کې د اغلې د پناه غوښتنې غوښتنليک اسټراليا ته ورکړل شو ولې اسټراليايي چارواکو وويل چې له يو لړ طی مراحل وروسته به اغلې ته پناه ورکړي.
اسټراليايي چارواکو دا هم وويل چې يادې انجلۍ د غوښتنليک طی مراحل کې به بيړه نه کوي.
د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې د اغلې غوښتنليک کاناډا هيواد ته وړاندي کړ او د کاناډا ولسمشر په يوه شپه کې د يادې انجلۍ غوښتنليک قبول کړ او ورته يي کاناډا ته بله ورکړه.
اتلس کلنې سعودي الاصلې انجلۍ د اسټراليا پر ځای کاناډا غوره کړ او اوس کاناډا ته په لار ده.
اغلې اس بي اس سره خبرو کې وويل چې دده ژوند خطر کې وه او اسټراليا دده غوښتنليک طی مراحل برخه کې ډير وخت نيوه نو ځکه يې کاناډا غوره کړ.

اسټراليا کې د يادې انجلۍ پر غوراوي بيلابيل غبرګونونه ښودل شوي، ځيني وايي چې اغلې ښه وکړل ترڅو کاناډا يې غوره کړ ولې بيا ځيني وايي چې اسټراليا د داسې کسانو لپاره ندی ترڅو دلته راشي او پناه واخلي.
د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې د کاناډا هيواد لخوا رهف محمد ته پناه ورکولو هر کلی کړې.

