لېبر د لیبرال پر وړاندې: هغه څېرې چې د آسټرالیا د دوو سترو سیاسي ګوندونو بڼه یې خپله کړې ده

د آسټرالیا دوه لوی سیاسي ګوندونه به یو ځل بیا په راتلونکو فدرالي ټاکنو کې سره مخامخ شي، د دواړو ګوندونو هغه نفوذ لرونکي شخصیتونه وپېژنئ چې دغه ګوندونه یې په پیاوړو ګوندونو بدل کړي.

Two major parties

Source: SBS

ټاکل شوې ترڅو د آسټرالیا فدرالي ټاکنې د روانې (مې) میاشتې پر ۲۱ مه نېټه ترسره شي. دواړه سیاسي‌ ګوندونه هڅه کوي ترڅو په کمپاینونو سره د آسټرالیایانو رایې تر لاسه کړي.

په دغه معلوماتي رپوټ کې مو د دواړو ګوندونو په اړه مهم معلومات را غونډ کړي دي:

د لیبرال ګوند

د لیبرال ګونډ د آسټرالیا له دوو اصلي ګوندونو څخه یو ده چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې په قدرت کې ده.

د لیبرال ګوند له ۱۹۴۴ یا د جوړښت له وخت څخه د آسترالیا له ملي ګوند سره په آئتلاف کې ده او په ټاکنو کې له بریا وروسته دواړه ګوندونه په ګډه حکومت جوړوي.

په ټاکنو کې له بریا وروسته د لیبرال ګوند مشر د آسترالیا د لومړي وزیر او د آسټرالیا د ملي ګوند مشر د لومړي وزیر د مرستیال په توګه ټاکل کېږي. مګر په ټاکنو کې له ماتې وروسته د حکومت اپوزیسیون جوړوي.

سر رابرت منزیس

د لیبرال ګوند له جوړښت څخه تر نن ورځې پورې یو زیات شمېر کسانو د دغه ګوند مشري پرغاړه درلودلی، اما سر رابرت منزیس تر ټولو د زیاتې مودې لپاره د دغه ګوند د مشر په توګه پاتې شوی دی.

سر رابرت د ۱۹۰۱ کال د مهاجرت د مخنیوي د قانون پلوی پاتې شوی چې یاد قانون د "وایټ آسټریلیا" په نوم پېژندل کېږي. 

مالکوم فريزر

مالکوم فریزر له ۱۹۷۵ څخه تر ۱۹۸۳ کال پورې د لیبرال ګوند د مشر او لومړي وزیر په توګه پاتې شوی. 

ښاغلی فریزر له اقتصادي پلوه محافظه کار او په ​​​​ټولنیز ډګر کې ترقي غوښتونکی وه. د خپل حکومت پرمهال یې هغه پروژې نورې هم پراخې کړې چې د لیبر ګوند پیل کړې وې.

مالکوم فریزر بین سال‌های ۱۹۷۵ تا ۱۹۸۳ رهبر حزب لیبرال و نخست‌وزیر آسترالیا بود.
مالکوم فریزر بین سال‌های ۱۹۷۵ تا ۱۹۸۳ رهبر حزب لیبرال و نخست‌وزیر آسترالیا بود. Source: AAP/WILLIAM WEST/AFP via Getty Images

جان هاورډ

له سر رابرت منزیس وروسته، جان هاورډ د اوږدې مودې لپاره د لیبرال ګوند د مشر او لومړي وزیر په توګه پاتې شوی.

نوموړی له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۷ م کال پورې د آسټرالیا لومړی وزیر وه.

جان هاورډ
د آسټرالیا پخوانی لومړی وزیر، جان هاورډ Source: AAP

جان هاورډ د خپل حکومت پرمهال د وسلې کاروونې د مخنیوي سخت قوانین وضع کړل، په مالیاتو کې یې اصلاحات رامنځ ته کړل ترڅو آسټرالیا له پور څخه وباسي او له آسټرالیا څخه بهر د پناه غوښتونکو د دوسیو د ارزولو مرکزونه یې جوړ کړه.

ټوني ایبټ

وروسته له هغه چې په ۲۰۰۷ کال کې جان هاورډ ټاکنې بایلولې، شاوخوا ۶ کاله وروسته، د ټوني ایبټ د ریاست پرمهال په ۲۰۱۳ کال کې لیبرال ګوند یو ځل بیا ټاکنې و ګټلې او نوموړی د آسټرالیا د لومړی وزیر په توګه و ټاکل شو.

مګر نوموړی د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر میاشت کې د خپل ګوند د غړو لخوا د لومړي وزیر له څوکۍ څخه لرې شو او مالکم ټرنبل یې پرځای و ګمارل شو.

مالکم ټرنبل 

له شاوخوا ۳ کاله حکومت وروسته، په ۲۰۱۸ کال کې مالکم ټرنبل هم د خپل ګوند د غړو لخوا د لومړي وزیر او د حزب له مشرۍ څخه لرې شو او پر ځای یې سکاټ موریسن د آسټرالیا د لومړی وزیر په توګه و ټاکل شو.

سکاټ موریسن

د سکاټ موریسن د مشرۍ پرمهال لیبرال ګوند په ۲۰۱۹ کال کې یو ځل بیا فدرالي‌ ټاکنې و ګټلې او نوموړی د آسټرالیا د لومړی وزیر په توګه و ټاکل شو.

د روانو فدرالي ټاکنو پرمهال هم سکاټ موریسن د لیبرال ګوند مشري پر غاړه لري. د راتلونکې شبنې ورځې له ټاکنو وروسته به معلومه شي چې آیا لیبرال ګوند یو ځل بیا ټاکنې ګټلی شي او که نه؟

د لیبر (کارګر) ګوند 

د لیبر ګوند د آسټرالیا تر‌ ټولو پخوانی ګوند دی چې له ۱۸۹۰ کال راهیسې فعالیت لري او په ۱۸۹۹م کال کې یې لومړنی حکومت جوړ کړی.

 

ګاف ویتلم 

ګاف ویتلم شاید د لیبر ګوند ترټولو غوره لومړی وزیر و اوسېږي چې د اصلاحي خپرونو له امله د پلویانو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.

نوموړی د ۱۹۷۲ او ۱۹۷۵ کلونو ترمنځ د آسټرالیا ۲۱ ام لومړی وزیر وه.

Whitlam Sacked
گاف ویتلم مسلماً تا فعلاً برجسته‌ترین نخست‌وزیر کارگر بوده است. Source: Keystone/Hulton Archive/Getty Images

باب هاک 

باب هاک د ۱۹۸۳ او ۱۹۹۱م کلونو ترمنځ د آسټرالیا لومړی وزیر وه. ښاغلي هاک د یو داسې حکومت مشري وکړه چې د آسټرالیا د اقتصاد د کنټرول لپاره یې اصلاحات معرفي کړل.

پاول کیټنګ

ښاغلي هاک د خپل خزانه دار، پاول کیټینګ له ننګونې وروسته رهبري له لاسه ورکړه، چا چې ادعا کړې وه چې څو کاله دمخه د دواړو ترمینځ په یوه معامله کې  د دغې دندې ژمنه شوې وه.

نوموړی د ۱۹۹۱ او ۱۹۹۶ کلونو ترمنځ د آسټرالیا لومړی وزیر وه.

Then-treasurer Paul Keating.
پاول کیتینگ مدعی بود که باب هاوک کرسی نخست‌وزیری را به او وعده داده بود. Source: AAP

کیون راډ

د ۲۰۰۷م کال په فدرالي ټاکنو کې کیون راډ له جان هاورډ څخه ټاکنې وګټلې او د آسټرالیا د لومړی وزیر په توګه و ټاکل شو.

ښاغلي راډ په ۲۰۰۸ کال کې له بومي آسټرالیایانو څخه، په زوره له کورنیو څخه  د ماشومانو د جلا کېدو لپاره بښنه وغوښته.

نوموړی د ۲۰۱۰ کال په جون میاشت کې له د آسټرالیا د لومړی وزیر او د لیبر ګوند له مشرئ څخه استعفا ورکړه.

نخست‌وزیر سابق کارگر کیوین راد
نخست‌وزیر سابق کارگر کیوین راد Source: SBS/The Australian

جولیا ګیلارد

له کیون راډ وروسته جولیا ګیلارد د آسټرالیا د لومړنۍ لومړۍ وزیرې په توګه و ټاکل شوه. 

نوموړې د شاوخوا ۳ کلونو لپاره د آسټرالیا لومړۍ وزیره وه. د ۲۰۱۳ کال په جون میاشت کې (له فدرالي ټاکنو مخکې) کیون راډ یو ځل بیا د آسټرالیا د لومړی وزیر په توګه و ټاکل شو. مګر په ټاکنو کې د لیبر ګوند له ماتې وروسته نوموړې استعفا ورکړه.

Strong Female Lead, Julia Gillard
Source: SBS

بیل شورټن

له کیون راډ وروسته، بیل شورټن د لیبر ګوند مشر و ټاکل شو، مګر په ۲۰۱۹ کال کې د ټاکنو له بایللو وروسته د لیبر ګوند له مشرۍ لرې شو.

Bil Shorten
Source: AAP

انتونی البنیزی

انتونی البنیزی د ۱۹۶۳ کال د مارچ پر دویمه نېټه د آسټرالیا په سیډني ښار کې زېږېدلی دی. ښاغلی البنیزی د خپلې مور لخوا په سیډني کې لوی شوی.

د ۲۰۱۹ کال له ټاکنو وروسته، انتونی البنیزی د لیبر ګوند د مشر په توګه و ټاکل شو  او تر دې دمه د یاد ګوند مشري پر غاړه لري.

 


6 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

وړاندې کوونکی Mujeeb Muneeb

سرچینه: SBS News



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now