کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې طالبانو افغانستان تر خپل کنټرول لاندې راوست، د میلیونونو افغان ښځو او نجونو راتلونکې یې له جدي ګواښ سره مخ کړه.
په تېرو څلورو کلونو کې، طالبانو پر افغان ښځو او نجونو یو زیات شمېر محدودیتونه لګولي دي، د بیلګې په توګه انجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو څخه محرومې شوي، ښځې په ډیری برخو کې د کار حق نلري او له کڼو نورو محدودیتونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، نږدې ۸۰ سلنه هغه ځوانې ښځې چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۹ کلونو ترمنځ دي، نه زدهکړې کوي، نه کومه دنده لري او نه هم په مسلکي روزنه بوختې دي.
همداراز، په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې لګېدلو محدودیتونو څخه یو هم بېرته نه دی لغوه شوی او دا بندیزونه ورو ورو د عادي وضعیت بڼه خپلوي.
هغه مهال چې طالبان واک ته ورسېدل، رویا (مستعار نوم) د پوهنتون د وروستي کال محصله، خو مخکې له دې چې طالبان د نجونو پرمخ د پوهنتونونو روازې وتړي، هغې خپلې زده کړې پای ته ورسولې.
رویا د زدهکړو پر مهال کار هم کاوه، خو د طالبانو د محدودیتونو له امله اوس د کار کولو حق نه لري.
هغه وايي: "د طالبانو محدودیتونو نه یوازې زما دنده واخیسته، بلکې زما هویت او زما د راتلونکې یوه برخه یې هم واخیسته ځکه چې زه یوه خپلواکه نجلۍ وم، په خپلو پښو ولاړه وم او خپلې پریکړې مې پخپله کولې. خو له بده مرغه، زه فکر کوم چې زه له دې ټولو حالاتو څخه بهر پاتې شوې یم."
"دې وضعیت نه یوازې زما ژوند ویجاړ کړی، بلکې زه فکر کوم چې د افغان ښځو د نسل راتلونکی یې هم په خاموشۍ سره ویجاړ کړی دی."
په ۱۹۹۰مو کلونو کې، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرمهال افغان ښځې له سختو فشارونو او محدودیتونو سره مخ وې. خو د جمهوریت پرمهال د ښځو په وضعیت کې د پام وړ بدلونونه رامنځته شول؛ ښځو د زدهکړو او کار حق ترلاسه کړ. همدا راز ښځو ته د یو زیات شمېر ازادیو ترڅنګ، د سیاسي فعالیت حق ورکړل شو.
په اسټرالیا کې د بښڼې نړیوال سازمان کمپاینر، ذکي حیدري وايي، له ۲۰۰۱ کال وروسته، کله چې ناټو او متحدین یې افغانستان ته راغلل، افغان ښځو یو څه "ازادي" او "حقونه" په ځانګړي ډول په لویو ښارونو کې ترلاسه کړل.
هغه وايي: "هغوی پوهنتون ته د تګ اجازه درلودله. موږ داسې پارلمان درلود چې ښځینه استازې پکې وې."
"موږ ښځینه وزیرانې لرلې. ښځې په بېلابېلو دولتي دفترونو او عامه ځایونو کې شتون درلود."
خو هغه وايي، په کلیوالو سیمو کې بیا هم ځینې محدودیتونه موجود وو، ځکه د طالبانو تاثیر وو او د هېواد ځینې برخې د طالبانو تر کنټرول لاندې پاتې وې.
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې، له ۲۰ کلنې جګړې وروسته امریکا خپل ځواکونه له افغانستان څخه وویستل او طالبان بیا واک ته ورسېدل. له هغې وروسته د ښځو او نجونو د حقونه په برخه کې په چټکۍ سره په شا تګ وشو.
ذکي حیدري وايي، د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ښځې له عامه فضا څخه په بشپړه توګه لرې کړای شوې.
هغه زیاتوي: "کله چې طالبانو افغانستان ونیوه، د ښځو ټول حقونه واخیستل شول او هغوی دې ته اړې کړل شوې چې په کور کې پاتې شي."
"افغانستان د نړۍ له هغو څو هېوادونو څخه دی بلکې تقریباً یوازینی هېواد چې ښځې یې له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې کړې دي."
'له ۱۵۰۰ څخه زیاتې ورځې'
د ملګرو ملتونو د ښخو ادارې د یوه راپور له مخې، ۹۲ سلنه افغانان د دې ملاتړ کوي چې نجونې دې له شپږم ټولګي پورته هم زده کړو ته دوام ورکړي، خو طالبانو له تېرو څه باندې ۱۵۰۰ ورځو راهیسې نجونې له ثانوي زده کړو منع کړي.
مریم هغه مهال په پنځم ټولګي کې وه چې طالبانو د افغانستان کنټرول ترلاسه کړ، خو له شپږم ټولګي وروسته هغه له زده کړو پاتې شوه.
هغه وايي کله چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع شوې، دې پرېکړې نه یوازې پر هغې بلکې پر ټولو افغان نجونو ناوړه اغېز وکړ.
هغه زیاتوي: " دا یوه ډېره ستره نابرابري ده چې په بهرنیو هېوادونو کې نجونې کولی شي تحصیل وکړي او خپله راتلونکې روښانه کړي. خو په افغانستان کې ډېرې انجونې دي چې اینده ته کومه هیله نه لري چې د هغې لپاره دا تلاش وکړي او هغه هیله لاس ته راوړي."
"دا چې زه ګورم ښځې ګدايي کوي، مګر مکتب ته د تګ حق نلري، دا یوه بې عدالتي ده."

اس بي اس د ښځو د وضعیت او د اسټرالیا لخوا پر څلور طالب مشرانو د بندیزونو د پرېکړې په اړه د نظر لپاره له طالبانو سره اړیکه نیولې، خو ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ۲۰۲۵ کال په اګسټ میاشت کې له اس بي اس پښتو سره په مرکې کې ویلي و چې د ښځو د حقونو په برخه کې کار شوی او دا مهال ډېرې ښځې په بېلابېلو دولتي سکتورونو کې په دنده بوختې دي لکه د روغتیا، زده کړو او امنیت ټینګولو په برخه کې. هغه زیاته کړه چې د ښځو د زده کړو محدودیتونه لنډمهاله دي او دوی هڅه کوي چې شته ستونزې حل کړي.
"ښځو نن ځانته هغه ځای پیدا کړی چې د دوي شرعي حق وه او کلونه کلونه ترې محرومې وې، نن سبا هغو ته لاسرسی لري. اسانه خپل حق ترلاسه کولی شي، خپل تصمیم نیولی شي او خپل ځان ته د ژوند لوری ټاکلی شي."
"دا په لومړي سر کې ویل شوي و چې دا موقتي پرېکړه ده او ضرورتونو ته کتل کېږي. موږ غواړو داسې لار منځته راوړو چې زموږ شرعي اصول هم مراعت شي او په ټولنه کې قناعت هم حاصل شي."
'افغانستان سره د اسټرالیا مرستې'
له ۲۰۰۱ کال راهیسې اسټرالیا له افغانستان سره ۱.۷ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.
د جمهوریت له سقوط وروسته هم اسټرالیا د افغانستان له خلکو سره مرستې ته دوام ورکړی او له ۲۶۰ میلیون ډالرو ډېره بشري مرسته یې کړې ده.
اسټرالیا په افغانستان کې رسمي حضور نه لري، له همدې امله دغه مرستې د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا د افغانستان خلکو په ځانګړې توګه ښځو او نجونو ته رسول شوي دي.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارت یوه ویاند اس بی اس ته ویلي چې د اسټرالیا حکومت د افغانستان د خلکو ملاتړ ته ژمن دی، په داسې مهال چې افغانستان د نړۍ له اوږدمهالو بشري بحرانونو سره مخ دی.
"موږ په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د نړۍ لومړنی د بندیزونو چوکاټ هم جوړ کړی، چې اسټرالیا ته اجازه ورکوي ترڅو خپل بندیزونه پلي کړي، څو پر طالبانو فشار زیات شي په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د ځپنې په تړاو."
د یاد وزارت په وینا، د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶مالي کال لپاره هم ۵۰ میلیونه ډالره ځانګړي شوي دي.
اس بي اس معلومات ترلاسه کړي چې د اسټرالیا بشري مرسته د خپلواکو او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له اصولو سره سم ورکول کېږي، څو طالبان ترې مستقیمه ګټه وانخلي.
مرسته د باور وړ شریکانو ته په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې هغو کسانو ته رسېږي چې تر ټولو ډېره اړتیا ورته لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ګډوالو ادارې (UNHCR) استازي عرفات جمال له اس بي اس سره په یوې مرکې کې ویلي چې د اسټرالیا مرستې د دغې ادارې د "خلکو څخه خلکو ته تګلارې" له لارې ورکول کیږي،، دا لار له اداري پیچلتیاوو ډډه کوي او هڅه کوي پیسې تر ټولو زیانمنو کسانو ته ورسېږي.
هغه وايي: "د ښځو لپاره عمومي انځور ډېر تیاره دی، که په زده کړو کې وي او که په کار کې. خو په عین حال کې، د ملګرو ملتونو همدا قوت دی، او همدا دلیل دی چې د اسټرالیا او نورو مرسته ډېره اړینه ده؛ ځکه له دې مرستې سره موږ د فشار او اغېز امکان لرو."
"موږ هڅه کوو، هر ډالر چې په افغانستان کې لګوو، خلکو ته ورسېږي. او کله چې زه خلک وایم، د ښځو او نارینه وو دواړه مانا لري. زموږ په شمېرو کې، موږ ښځو او ماشومانو ته د نارینه وو په پرتله ډېر ملاتړ برابروو."
'پټ ښوونځي او د نجونو له زده کړو پټ ملاتړ'
د اسټرالیا د حکومت ترڅنګ، په اسټرالیا کې مېشت افغانان هم هڅه کوي چې له ښځو او نجونو سره مرسته وکړي.
ډاکټره نیلوفر ابراهیمي د طالبانو تر بیا واکمنېدو مخکې د افغانستان د پارلمان غړې وه.
هغه چې په ۲۰۲۱ کې اسټرالیا ته کډه شوې، لا هم د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
هغه وايي: " په افغانستان کې ښځې د تاریخ تر ټولو تیاره پړاو تجربه کوي او نړۍ باید د دې تیارو پر وړاندې چوپه پاتې نه شي."
اغلې ابراهیمي په ۲۰۱۹ کال کې په افغانستان کې د زمزم بنسټ جوړ کړی و، ترڅو د زیانمنو ښځو، کونډو او یتیمانو ملاتړ وکړي. خو د افغانستان تر سقوط وروسته، یاد بنسټ له کنبرا څخه همدې ماموریت ته دوام ورکړئ.
یاد بنسټ اوسمهال هم په افغانستان کې ښځو او نجونو ته مرسته رسوي او هم په استرالیا کې نويو راغلو افغان کډوالو سره مرسته کوي.
هغه وايي، د دوی د کار اصلي تمرکز په افغانستان کې د پټو ښوونځیو چلول دي؛ داسې ځایونه چې نجونې د خطر په منلو سره ټولګیو ته ورځي.
"موږ دا نجونې په ډېر احتیاط راټولوو او زموږ ټولګي تر ډېره د انګلیسي ژبې او ساینس پر زده کړو تمرکز لري."
"دلته د بسپنې له لارې پیسې راټولوو او هلته یې لېږو، څو د ښوونکو معاشونه او ځینې نور لګښتونه پوره شي، همداراز د هغو نجونو لګښتونه هم چې له لرې سیمو څخه د زده کړو ځایونو ته سفر کوي."

