په ډېسمبر میاشت کې له ۳۰ څخه زیات کسان د آسټرالیا د بېلابېلو ایالتونو په اوبو کې ډوب شويدي.
ډېسمبر میاشت په آسټرالیا کې د اوړي لومړۍ میاشت ده، مګر په دغه میاشت کې تر دې دمه ۳۰ کسان په اوبو کې ډوب شوي.
د تېرو کلونو شمېرې ښيي چې هرکال د ډوب شویو کسانو له ډلې څخه ۲۵ سلنه د کرېسمس او نوي کال ترمنځ په یوې اوونۍ کې ډوبېږي.
ژوند ژغورونکي له آسټرالیایانو څخه غواړي ترڅو د لامبو پرمهال له احتیاط څخه کار واخلي.
د رویل لایف سیونګ ادارې اجرایوي مشر جسټین سکار وايي، پکار ده ترڅو خلک د هوا په اړه معلومات ولري او د لامبو پرمهال محتاط اوسي.
هغه چینل ناین ته ویلي: "هر وخت د کښتۍ چلولو پرمهال د ژوند ژغورنې جاکټ واغوندئ او د اوبو شاوخوا له الکولو څخه ډډه وکړئ."
""د سیمه ایزو شرایطو سروې وکړئ. دا مهمه ده چې تاسو پوه شئ چې د هوا شرایط څنګه دي او ستاسو په خوندیتوب به یې اغیزه څه وي."
مهاجر او کډوال د آسټرالیا د نورو اوسېدونکو په پرتله زیات په خطر کې دي.
د وېکټوریا ایالت د لایف سیونګ له ادارې څخه رمزي حسیني وايي، کوم کسان چې په بهر کې پیدا شوي، د آسټرالیایانو په پرتله ۵ برابره زیات چانس شته ترڅو په اوبو کې ډوب شي، ځکه دوي په خپلو هېوادونو کې اوبه ندي لیدلي او د اوبو له خطرونو څخه بې خبره دي
" ډیری له هغو هېوادونو څخه آسټرالیا ته راغلي چې اوبه یې نه دي لیدلي، سمندر یې نه دی لیدلی، د سمندر له خطرونو خبر نه دي. ځینې یې موسم نه پیژني، چې [ د لامبو لپاره] هوا څنګه ده."
ښاغلی حسیني وايي، په آسټرالیا کې په هرځای کې اوبه شته له همدې امله ۵ ټکي باید تل په پام کې و نیول شي. هغه وايي کله چې تاسو لامبو ته ځئ نو یواځې مه ځئ، له ځان سره داسې یو کس بوځئ چې له تاسو سره مرسته وکړی شي.
د دې ترڅنګ له لامبو مخکې د سمندرغاړې هوا وګورئ او د سور او زیړ بیرغ په منځ کې کې لامبو کړئ. همدا راز په سمندرغاړې کې د لامبو پرمهال د اوبو څپې وګورئ او له لامبو څخه مخکې له داسې درملو کار مه اخلئ چې پر تاسو منفي اثر لري.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
زموږ خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

