Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

سيدني ښار کې د يوې کمپنۍ په شيدو کې مکروب موندل شوی

سيدني ښار کې د ډيري فارمرز شيدو کې مکروب موندل شوی.

Glass of milk
Glass of milk Source: Pixabay

د اسټراليا سيدني ښار کې د ليون ډيرې کمپنۍ له خلکو غوښتي ترڅو دې د يادې کمپنۍ درې او يو ليتره شيدې نه کاروي.

يادې کمپنۍ مکروب لرونکې شيدې د سيدني ښار له ټولو سوپر مارکيټونو څخه لرې کړي او له خلکو يې غوښتي که کورونو کې داسې شيدې ولري نو ندې کاروي.

دا هر څه له هغه وروسته مطرح کيږي چې د ليون ډيري کمپنۍ خپل ځينو شيدو کې مکروب موندلی کوم چې يو کس بيمارولی شي.

د يادې کمپنۍ ۳ ليتره شيدې چې ختم نيټه يې 24/02/2020 وي او يو ليتر شيدې چې د ختم نيټه يې 25/05/2020  وي بايد ونه کارول شي.

Dairy Farmers recalls 1L and 3L full cream milk
Lion Dairy & Drinks undertakes recall on Dairy Farmers 1L and 3L Full Cream white milk sold in NSW. Source: lionco.com

دا شيودې لويو سوپر مارکيټونو لکه  Coles, Woolworths, IDA او هم نورو وړو دکانو کې پلورل کيږي.

که له ذکر شوو شيدو کارونې څخه د بيمارۍ احساس کوئ يا مو ډاکټر وګورئ او يا په ۱۸۰۰۶۷۷۸۵۲  شميرې زنګ ووهئ.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Abdullah Alikhil


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now