د اسټراليا پارلمان او سنا مجلسونو د همجنسبازانو ودونو قانون تصويب کړ

ياد قانون له هغه وروسته د اسټراليا پارلمان او سنا مجلسونو لخؤا تصيوب شو چې څه موده وړاندې ټول اسټراليا کې يادې مسلې په اړه ټولپوښتنه ترسره شوه چې شاوخوا ۶۱.۶ سلنه له اسټراليايانو څخه د همجنسبازانو ودونو قانوني کولو حق کې رای ورکړه او بيا ۳۸.۴ سلنه له خلکو څخه يې پر وړاندې مخالف رای ورکړې.

Marriage equality campaigners hosted a mass gay wedding ceremony in Melbourne's CBD in support of a 'yes' vote in the upcoming postal survey. (AAP Image/David Crosling)

Source: AAP

 

 

اسټراليا کې د همجنسبازانو ودونو قانوني کولو لپاره د اسټراليا سنا مجلس او هم پارلمان کې بحثونه ترسره شول او ډيره کې کوښښ دا کيده چې ياد وړاندې شوي قانوي کې مذاهب نظر کې ونيول شي او يو څه بدلونونه په ياد قانون کې راوړل شي. ولې له ډيرو بحثونو وروسته د همجنسبازانو د ودونو قانون پرته له کوم بدلون دواړو مجلسونو لخوا تصويب شو.

د ياد قانون تصويب کيدو وروسته د اسټراليا لومړي وزير مالکوم ټرنبل خپل ټويټر پاڼه باندې وليکل"اوس وخت د لا ډيرو ودونو دی، او د نورو ژمنو وخت دی، د لا ډيرې مينې وخت دی او د لا درناوي وخت دی. د ودونو برابري تصيوب شو."
cd2615bfb2898972fc2cf9d8d2b9b9ef_normal.jpegMalcolm Turnbull✔@TurnbullMalcolm It's time for more marriages. More commitment. More love. More respect. Marriage equality has passed! 6:30 PM - Dec 7, 2017 731731 Replies 1,1011,101 Retweets 4,7804,780 likes

08qSIVaw_normal.jpgBill Shorten✔@billshortenmp #MarriageEquality IS a reality! 1f3f3-fe0f-200d-1f308.png 5:58 PM - Dec 7, 2017 · Canberra, Australian Capital Territory 160160 Replies 959959 Retweets 3,3263,326 likes

د حکومت مخالف ګوند مشر بيل شورټن بيا وويل خپل په ټويټر پاڼه وليکل"د همجنسبازانو ودونو قانوني کيدل اوس يو حقيقت دی."

دا قانون د اسټراليا سنا مجلس او هم پارلمان لخوا تصويب شو او نن يوازې رسمياتو په نظر کې نيولو سره د اسټراليا ګورنر جنرال لخوا تصويب کيږي.

اسټراليا کې همجنسبازان به خپل ودونه د ۲۰۱۸ کال جنوری مياشت څخه پيلوي ځکه که اوس دوی واده لپاره غوښتنليک ورکړي نو هغه يوه مياشت پروسې لاندې وخت نيسي چې بيا وروسته دوی په رسمي توګه واده کولی شي.

دا مهال په نړۍ کې ۲۵ هيوادونه د همجنسبازانو ودونه قانوني کړي چې هغو کې کاناډا، نيو زيلينډ، امريکا، انګلستان شامله دي.

16x9
Liberal Member for North Sydney Trent Zimmerman and Liberal Member for Goldstein Tim Wilson celebrate the passing of the Marriage Amendment Bill.
AAP

دا هم اسټراليا کې د همجنسبازانو ودونو قانوني کولو تاريخچه:

  • په کال ۱۹۶۱ کې اسټراليا کې د واده قانون وړاندې شو کوم کې چې د واده بشپړ تعريف نه وو شوی.
  • په کال ۲۰۰۴ کې د ودونو قانون کې بدلون راغئ او د نارينه او ښځينه يوځای کيدل ته واده لقب ورکړل شو او پر هغو دونو بنديز ولګيده کوم چې همجنسبازانو له اسټراليا څخه باهر ترسره کول او بيا اسټراليا کې اوسيدل.
  • ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو مينځ کې ۲۰ ځله کوښښ وشو چې د همجنسبازانو ودونه اسټراليا کې قانوني شي ولې هر وخت له ماتې سره مخ شول.
  • ۲۰۱۵ کال کې حکومت وويل چې د همجنسبازانو ودونو قانوني کولو لپاره به ټولپوښتنه ترسره کړي.
  • ۲۰۱۶ کال کې د اسټراليا سنا مجلس د حکومت دا وړانديز رد کړ.
  • ۶: اګيسټ ۲۰۱۷ کال کې د همجنسبازانو ودونو قانوني کولو لپاره د ټولپوښتنې غوښتنه يو ځل بيا ترسره شوه او دا ځل د ټولپوښتنې ترسره کول تصيوب شو..
  • نومبر ۲۰۱۷ کې ۶۱ سلنه اسټراليايانو د همجنسبازانو ودونو حق کې رای ورکړه.
  • ډيسيمبر ۲۰۱۷ کال کې د اسټراليا سنا مجلس او هم پالمان د همجنسبازانو ودونو قانوني کيدل تصيوب کړل او اسټراليا کې اوس همجنسبازان له يو بل سره قانوي واده کولی شي



شریکول

3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

وړاندې کوونکی SBS NACA, Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service