قمري نوی کال: ۲۰۲۲ د اوبو پړانګ کال دی

د قمري نوی کال لومړۍ ورځ د فبرورۍ مياشت په لومړی نيټه پيل کيږي او په ياده نيټه چين او شاوخوا هيوادونو کې يې د نوي کال لومړی ورځ لمانځل کيږي. د چين نجوم له مخه هر کال ځانته جلا ژوو په نوم نومول کيږي او د يادو ژوو تر شا کيسې او باورونه شتون لري.

The front graphic of the SBS Lunar New Year 2022 Tiger installation by Chris Yee.

The front graphic of the SBS Lunar New Year 2022 Tiger installation by Chris Yee. Source: SBS

داچې نړۍ اوس نږدې ده معنی داچې د نړۍ بيلابيلو هيوادونو خلک په ډيرو پرمختللو هيوادونو کې يو ځای ژوند کوي او کيدای شي ستاس ګاونډ کې هم ځيني داسې کسان اوسيږي کوم چې له ختيځ اسيايي هيوادونو څخه دي او اوس خپل نوی کال لمانځي نو همدې لپاره مهمه ده ترڅو پدې پوه شئ چې د نړۍ يو ډير شمير نفوس قمري کال څنګه لمانځي او هر کال له ژوو سره نومول څه معنی لري.

د اسټراليا په ګډون د ختيځو اسيايي هيوادونو وګړي په ټوله نړۍ کې قمري يا Lunar نوی کال د فبرورۍ مياشت له لومړی نيټې څخه لمانځي.

د کرونا ويروس وبا له امله لکه نورو نوو کلونو ورته د قمري نوی کال لمانځنه هم په پراخه کچه نه ترسره کيږي ولې د نوي کال د ژوي سمبول پر خپل ځای وي او سږ کال د اوبو پړانګ په نامه نومول شوی.

د چين نجوم له مخه ۱۲ ژوي (حيوانات) د نوو کلونو لپاره کارول کيږي او هر ژوی ځانته کيسه او معنی لري.
12 Chinese zodiac animals
12 Chinese zodiac animals Source: ChinesHighlights
په ۲۰۲۲ قمري کال کې ستاسو په ښار کې کوم ډول جشنونه لمانځل کيږي؟

د چين قمري کليزې يا جنترې له مخه سږ کال د پړانګ دی او ټول هغه کسان چې د پړانګ په کلونو کې يې زيږون کيږي ويل کيږي چې دا کسان به آزادي خوښوي او هم به عدالت ته کار کوي.

چينايي کال چې د ۱۲ ژوو په نوم نومول کيږي ۱۲ کلونو دوران لري، يعنې د هر ژوي يا حيوان ۱۲ کلونو موده کې يو ځل تکراريږي لکه څنګه چې په انځور کې تاسو ته وښودل شو.
Lunar New Year
Lunar New Year Source: AAP

 لدې وړاندې د پړانګ کال په ۱۹۸۶،۱۹۹۸،۲۰۱۰ او او ۲۰۲۲ کې لمانحل کيږي.

تاريخ او افسانې

د چين قمري کال ۱۲ ژوي دادي: موږک، غوايی، سوی، ښامار، مار، اسپ، اوزه، شادي، چرګ، سپی او خوګ.

د چينايانو فلکلوري کيسو له مخه د چينايانو خدای Jade Emperor چې دوی ګومان کوي د ځمکې او جنت چلونکی دی د هغه نجوم له مخه ۱۲ ژوي د منډې سيالۍ له مخه ټاکلي.

 

 

 

 

 

 


شریکول

خپور شوی په

اپډیټ شوی په


Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service