د نوبل جايزې ګټونکې ملالې يوسفزی چې کلونه پخوا د طالبانو لخوا پاکستان کې په ډزو ټپي شوې له امريکا څخه غوښتي چې له افغان انجونو سره چې ښوونځيو ته تګ څخه محرومه دي مرستې وکړي.
اغلې يوسفزی د امريکا له بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکين سره په واشنګټن کې ليدو پر مهال د ښځو او ماشومانو د زده کړې پر ارزښت خبرې وکړې.
افغانستان کې نجونو لپاره د ليسې يا ۶ ټولګي څخه پورته زده کړې درول شوي.
طالبانو يوازې د هلکانو ښوونځي پرانيستي او هم يوازې هلکانو ته اجازه ورکړل شوې ترڅو سبق ورکړي.
Today I met @Malala, whose story and voice have encouraged women and girls everywhere to stand boldly in their strength and purpose. We discussed the role of girls’ education and how investing in women and girls creates a brighter future. Thank you, Malala, for all that you do. pic.twitter.com/9wmcUaj9XX
اغلې يوسفزی وويل، " افغانستان دا مهال نړۍ کې يوازينی هيواد دی چيرې چې نجونو ته اجازه نه ورکول کيږي چې د ليسې په کچه زده کړې وکړي."
" د افغان نجونو پيغام دادی چې مونږ غواړو په ټوله نړۍ کې نجونې با کيفيته او خوندي زده کړو ته لاسرسې ولري."
ملالې د يوې افغان نجلۍ په لاس ليکل شوی خط بهرنيو چارو وزير ته وړاندې کړ ترڅو هغه د امريکا ولسمشر جو بايډن ته ورسوي.
افغان نجلی ستودا ليکلي، " هر څومره ډيرې مودې پورې چې ښوونځي او پوهنتونونه ښځو پر وړاندې تړلي ساتل کيږي هغومره مونږ له ښه راتلونکي څخه په شا کيږو."
اغلې ملالې وويل، " مونږ دا هيله لرو چې امريکا او ملګري ملتونه ژر لاس په کار شي او داسې عملي ګامونه پورته کړي د کوم له مخه چې نجونې ژر ښوونځيو ته ستنې شي،"
"This year has revealed the frailty of education systems around the world—but it’s also shown us the strength of girls. In every country & in every community, girls are fighting for their right to learn." — Malala
ښاغلي بلينکين له ملالې يوسفزی سره ليدو پر مهال وويل، زه ۲۴ کلنې ملالې ته سلامي وړاندې کووم، ځکه نوموړی ټوله نړۍ کې د انجونو او ښځو د حقونو مدافع پاتې شوې او هم د نوموړی کړنو سره حقيقي بدلون تر سترګو کيږي.