لومړي وزير مالکوم ټرنبل په خپور شوي پيغام کې وويل چې حکومت يې دې ته ژمن دې چې لومړي قدم کې اسټراليايانو ته کار ورکړي نه داچې له باهر څخه مهارت لرونکي کسان اسټراليا ته راولي.
اسټراليا ته هر کال د زرګونو په شمير مهارت لرونکي کسان له بيلابيلو هيوادو څخه راتلل ولې د حکومت وروستي اعلان سره به دا لړی بنده شي.
لومړی وزير وايي چې ياده ۴۵۷ ويزه به په يوې نوې موقتي ويزې بدله شي او کاروبارونه به په ريښتيني توګه لومړی اسټراليا کې کاريګر لټوي که موندلو کې يې بريالي نشي نو بيا لنډمهاله توګه باندې به له باهر څخه کاريګر اسټراليا ته راوړل کيږي.
د ياد خبر نور جزيات به وروسته له تاسو سره شريک کړو.