Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

مالکوم ټرنبل: د اسټراليايي ترهه ګرو ماشومان بيرته اسټراليا ته راستنيدلی شي

د اسټراليا لومړی وزير وايي چې اسټراليايي ترهه ګرو کومو چې له کورنيو سره له اسټراليا څخه باهر سفر کړی او نړيوالو جګړو کې يې برخه اخيستې د هغو ماشومان اسټراليا ته بيرته راګرځيدلی شي ولې هغوی به امنيتي ادارو تر څار لاندې وي.

خالد شروف و سه نفر از فرزندانش
Source: SBS

دا مهال سوريې او عراق جګړه کې سلګونه اسټراليايان برخه لري او ځيني يې له کورنيو سره يادې جګړې کې برخه اخيستې.

حکومت څه وخت مخکې دا اعلان کړې وه چې که هر اسټراليايي نورو جګړو کې برخه اخلي هغؤی د اسټراليا قانون خلاف کار کوي او اسټراليا به يې بيرته اسټراليا ته راتلو اجازه ورنه کړي.

خالد شروف چې اسټراليايي دی له خپلې ميرمنې او بچيانو سره سوريه کې په جګړو بوخت دی.

خالد شروف هغه وخت د رسنيو پام ځانته خپل کړ کله چې ده د ځينو کسانو پرې شوي سرونه خپلو وړو زامنو لاسو کې ورکړي ول او انځورونه يې رسنيو ته خپاره کړل.

د يادو ماشومانو نيا او کورنۍ نور غړي  چې اسټراليا کې دي د خالد ماشومانو خونديتوب په اړه انديښمن دي او له حکومت څخه تل غواړي چې ماشومان يې سلامت بيرته اسټراليا ته راوړل شي.

خالد په وروستي خپور شوي انځور کې خپل د زوی داسې انځور اخيستې چيرې چې دی د وژل شوو کسانو مينځ کې ولاړ دی.

خالد شروف تل له وحشت څخه ډک انځورونه خپروي.

د يادو ماشومانو نيا Karen Netleton انټرنيټ له لارې يو کمپاين پر مخ اچولی او له حکومت څخه غواړي چې دده لمسيان بيرته اسټراليا ته راولي.

 

د اسټراليا لومړي وزير مالکوم ټرنبل اعلان وکړ چې د ترهه ګرو ماشومانو ته کوم چې اسټراليايي تابعت لري اسټراليا ته د راتګ اجازه ورکوي ولې هغؤی به د اسټراليايي استخباراتو او پوليسو لخوا څارل کيږي.

ښاغلی لومړی وزير وايي چې له ماشومانو څخه ترهه ګرو ناوړه ګټه پورته کړې ولې.

لومړي وزير وويل چې مونږ دا يقيني کړې چې د هغو کسانو مخه ونيسو کوم چې له بهرنيو جګړو وروسته بيرته اسټرليا ته راستنيږي..

Khaled Sharrouf Son
Khaled Sharrouf Son Source: SBS

ښاغلي ټرنبل وويل چې که اسټراليايي ماشومان له جګړې سيمې څخه بيرته اسټراليا ته راستنيږي نو هغؤی اسټراليا کې ازاد ژوند کولی شي ولې د څار لاندې به وي او که چيرې ماشومانو پرته څوک اسټراليا ته بيرته راځي نو مونږ ورسره د قانون له مخه چليږو او ورسته سزا ورکوو..

د اسټراليا فدرالي  حکومت او نيو ساوت ويلز پوليس روستي خپور شوي انځور پلټنه کوي چيرې چې خالد شروف خپل واړه ځوی انځور له وژل شوو کسانو سره اخيستی..

د روان کال پيل کې لومړي ځل لپاره اسټراليايي حکومت د خپل طبعه طابعت له مينځه ويوړ او هغه د خالد شروف اسټراليايي طابعت وه..

دا پدې معنی چې ۳۵ کلن خالد شروف نور نشي کولی چې قانوني بيرته اسټراليا ته راستون شي..


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په



Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now