یو سړی د کانګرو برید وروسته د ټپونو له امله مړ شو

د کانګرو چلند متخصص اس بي اس نیوز ته وویل چې د کانګرو لخوا د انسانانو په وړاندې د بریدونو وژونکي پیښې "خورا نادر" دي مګر حیوانات کولی شي د خپلو تیزو پنجو او غاښونو له امله خطر رامینځته کړي.

A kangaroo in standing and looking at the camera

Kangaroos can view humans as rivals. Source: AAP / DAVID MARIUZ

Key Points

  • A 77-year-old man has died from injuries after a suspected kangaroo attack in Western Australia's south.
  • Officers were forced to shoot the marsupial dead because it was posing an ongoing threat to emergency responders.

یو ۷۷ کلن سړی د استرالیا په جنوب کې د یوه شکمن کانګرو له حملې وروسته د ټپونو له امله مړ شوی دی.

روغتيا کار کوونکو د یکشنبې په ماښام الباني ته نږدې ریډمونډ سيمې ته وروسته له هغه چې ياد سړی د یوه خپلوان لخوا د جدي ټپونو سره وموندل شو.

پولیس وروسته له هغه د مرستې لپاره راوبلل شول کله چې کانګارو د امبولانس عمله نه پريښودله چې ټپي سړي ته نږدې شي او هماغه وو چې ټپي شوي کس په هماغه ځای کې مړ شو.

د لويديځ ايالت د پولیسو ویاند وویل چې افسران اړ شوي چې کانګرو مړ کړي ځکه چې هغه دوامداره ګواښ وړاندې کوو.

داسې انګیرل کیږي چې په دې سړي هماغه ورځ د کانګرو لخوا برید شوی و.

Three kangaroos standing outside
Grey kangaroos at the Belconnen Naval Transmission Station near Canberra, Australia. Source: AP / Mark Graham

ایا د کانګارو وژونکي بریدونه مکرر دي؟

د میلبورن پوهنتون همکار پروفیسور ګریم کولسن، چې د کانګارو چلند مطالعه کوي، وویل، سره له دې چې بریدونه نادر دي، دا یو یادونه وه چې دا "وحشي حیوانات" دي او خلک باید د دوی شاوخوا په احتیاط سره عمل وکړي.

هغه وویل: "په یاد ولرئ چې دوی وحشي حیوانات دي - دوی څاروي نه دي - په یاد ولرئ چې دوی تیز غاښونه او پنجې لري."

پروفیسور کولسن وویل چې هغه خلک چې د کانګارو سره "مشکلات" سره مخ کيږي باید ووتښتي.


شریکول

2 د لوستلو وخت

خپور شوی په

By Tom Stayner

سرچینه: SBS




Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now