د چمن ښار یو امنیتي چارواکی وايي منظور پښتین په پولیسو د ډزو په تور نیول شوی دی

د پولیسو لخوا د نوموړي له نیول کېدو مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کړې وه چې د منظور پښتین په موټر د قانون پلي کوونکو ادارو لخوا ډزې شوي دي.

 Manzoor Pashteen (C), leader of Pashtun Tahafuz Movement (PTM) waves to supporters during a gathering in Lahore, Pakistan, 22 April 2018 (issued 23 April).

Manzoor Pashteen (C), leader of Pashtun Tahafuz Movement (PTM) waves to supporters during a gathering in Lahore, Pakistan, 22 April 2018 (issued 23 April). Source: EPA

په داسې حال کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کړې چې د دغې دلې د مشر منظور پښتین په موټر د امنیتي کسانو لخوا ډزې شوي او بیا نیول شوی دی.

پاکستانیو رسنیو راپور ورکړی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په پولیسو د ډزو په تور نیول شوی دی.

د چمن مرستیال کمیشنر راجا اطهر عباس رسنیو ته ویلي چې منظور پښتون وروسته له هغه نیول شوی چې له موټر څخه یې په پولیسو ډزې شوي دي.

عباس ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې امنیتي کسانو هغه له ګودامو سیمې څخه نیولی دی او د هغه پر ضد یې مقدمه درج کړې ده.

د منظور پښتین له نیول کېدو مخکې هغه پر خپله اکس پاڼه ادعا کړې چې له چمن څخه د تربت پر لور روان وه چې پوځ او پولیسو یې پر موټر ډزې وکړي.

په ټولنیزو رسنیو کې هم د ځینو راپورونو او ویډیوګانو په خپرېدلو سره د کاروونکو لخوا شوې چې د منظور پښتین په موټر ډزې شوې.


1 د لوستلو وخت

خپور شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now