د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د پاکستان امنيتي ادارو لخوا نيول شوی.
د رسنيو رپوټونو له مخه پاکستان کې سهار په مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مشر منظور پشتين کوهاټ کې نيول شوی.
د منظور پشتين د نيولو خبر لومړی په ټولنيزو رسنيو کې خپور شو ولې وروسته د ياد ګوند غړو د منظور پشتين د نيولو خبر تاييد او د نوموړي ژر خوشې کولو غوښتنه کيږي.
ويل کيږي چې پوليسو د منظور پشتين ملګري هم نيولي.
ځايي رسنيو رپوټو له مخه د پي ټي ايم تحريک غړو ددې خبرې پخلی کړی چې منظور پشتين د جاني خيلو پرلت ته ورتګ پر مهال د پوليسو لخوا نيول شوی.
ټويټر کې زرګونه کسان د منظور پشتين خوشې کيدو غوښتنه کوي او دا مهال په ټول پاکستان کې د منظور پشتين خوشې کيدو هشټګ تر ټولو ټرينډ کې دی.
د منظور پشتین د نن ورځۍ ګرفتارې وجه تر اوسه نده معلومه.

