ټاکل شوې وه ترڅو د تېر کال په نومبر میاشت کې د آسټرالیا او افغانستان د ملي لوبډلو ترمنځ، لومړنۍ ټېسټ لوبه ترسره شي، مګر د کرونا وېروس د محدودیتونو له امله یاده تاریخي لوبه یو کال و ځنډول شوه او پرېکړه وشوه ترڅو یاده لوبه د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۲۷ نېټه ترسره شي.
وروسته له هغه چې طالبان واک ته ورسېدل، د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مرستیال احمدالله وثیق له اس بي اس سره په مرکې کې وویل چې د کرېکټ په ګډون به ښځې د ورزش اجازه ونلري.
"زه فکر نه کوم چې ښځو ته به اجازه ورکړل شي چې کرکټ وکړي ځکه چې دا اړینه نده چې میرمنې کرکټ وکړي."
د ښاغلي وثیق له دغو څرګندونو وروسته د آسټرالیا د کرېکټ ادارې اعلان وکړ که چېرې طالبان ښځو ته د ورزش اجازه ورنکړي نو د افغانستان او آسټرالیا د لوبډلو ترمنځ تاریخي ټیسټ لوبه به لغوه کړي.
د تزمانیا د کرېکټ اجرائیوي مشر دومینیک باکر د آسټرالیا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې روانه اوونۍ به د افغانستان او آسټرالیا ترمنځ لومړنۍ تاریخي ټېست لوبه د یوې نا معلومې مودې لپاره وځنډول شي.
ښاغلي باکر د هوبارت له ټرپل ام راډیو سره په خبرو کې ویلي چې په روان اوړي کې د آسټرالیا او افغانستان ترمنځ تېسټ لوبه نه ترسره کېږي. هغه زیاتوی چې په روانه اوونۍ کې به دغه لوبه په رسمي ډول سره د نا معلومې مودې لپاره و ځنډول شي.
په آسټرالیا کې مېشت افغان د دغه هېواد د کرېکټ له ادارې څخه غوښتنه لري ترڅو د افغانستان او آسټرالیا ترمنځ د کرېکټ لومړنۍ ټیسټ لوبه په نومبر میاشت ترسره شي.
په اسټرالیا کې یو شمېر مېشت افغانان وايي که چېرې د آسټرالیا او افغانستان ترمنځ د کرېکټ لوبه لغوه شي نو پدې سره به د مینه والو زړونه ماته شي او د افغانستان د ملي لوبډلې په راتلونکو لوبو به هم ناوړه اغېز ولري.

