Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

پخوانی افغان کډوال اوس په ویکټوریا ایالت د پولیسو لوړ پوړی چارواکی دی

حفیظ مایار له تېرو شاوخوا ۱۷ کلونو راهیسې د یوه پولیس افسر په توګه په آسټرالیا کې دنده ترسره کوي.

Afghan
Source: Supplied

د آسټرالیا په ویکټوریا ایالت کې د پولیسو افسر، حفیظ مایار له جنګ ځپلي افغانستان څخه شاوخوا ۲۵ کاله وړاندې آسټرالیا ته کډوال شوی او اوسمهال په ویکټوریا ایالت کې د سویلي زون د بېلابېلو کلتورونو د څانګې قوماندان دی.

ښاغلی مایار، د افغانستان په هلمند ولایت کې پیدا شوی او خپل زیات عمر یې د کابل په ښار کې تېر کړی. د یو زیات شمېر نورو افغانانو په څېر حفیظ د ښونځي له فراغت وروسته درې نیم کاله عسکري هم کړې.

Hafiz Mayar
د حفیظ مایار کورنۍ په کابل ولایت کې ، ۱۹۷۷م کال Source: Supplied

په افغانستان کې د جګړو پر مهال نوموړي خپل هېواد پریښی او یو کال یې په هندوستان کې تېر کړی، تر هغې وروسته پاکستان ته تللی او هلته له یې خپلې کورنۍ سره دوه نیم کاله د کډوالۍ ژوند تېر کړی. په هندوستان او پاکستان کې له څو کاله مهاجرت وروسته اسټرالیا ته کډه شوی.

حفیظ مایار لومړی ځل په ۱۹۹۵م کال کې د ۲۴ کلونو په عمر د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ځای اسټرالیا ته کډوال شوی. نوموړي په ۲۰۰۰م کال کې خپلې زده کړې د اسټرالیا په ملي پوهنتون کې بشپړې کړي او تر هغې وروسته له کانبرا څخه د ملبورن ښار ته تللی او د پولیسو په قوماندانۍ کې یې د یوه ملکي کارکونکي په توګه دنده پیل کړې. 

ښاغلي مایار له اس بي اس شبکې سره په خبرو کې ویلي چې دویکټوریا ایالت د پولیسو په ادارې کې د ملکي دندې پرمهال یې علاقه زیاته شوې و ترڅو د یوه پولیس افسر په توګه دنده پیل کړي. له همدې امله دغې موخې ته د رسیدلو لپاره نوموړي له ویکټوریا ایالت څخه د کوینزلنډ ایالت ته کډوه کړې و ترڅو د یاد ایالت د پولیسو په اکاډمۍ کې شامل شي.

Mayar
د کوینزلنډ ایالت د پولیسو اکاډمي ، ۲۰۰۳ م کال Source: Supplied

حفیظ مایار، د کوینزلنډ ایالت د پولیسو له اکاډمۍ څخه تر فراغت وروسته په یاد ایالت کې څلور کاله د پولیس په توګه دنده ترسره کړې او تر هغې وروسته بېرته په ۲۰۰۷م کال کې د ویکټوریا ایالت ته کډه شوی او د پولیسو د افسر په توګه یې دندې ته دوام ورکړی.

Hafiz Mayar
حفیظ مایار په کوینزلنډ ایالت کې Source: Supplied

حفیظ مایار له تېرو شاوخوا ۱۳ کلونو راهیسې په ویکټوریا ایالت کې د پولیسو د افسر په توګه دنده ترسره کوي. نوموړی د پښتو او دري ژبو ترڅنګ په اردو، هندي او فارسي ژبو هم خبرې کولای شي.

مایار اوسمهال ۴۹ کاله عمر لري او د دوو ماشومانو پلار هم دی.


3 د لوستلو وخت

خپور شوی په

اپډیټ شوی په

By Saber Baluch, Mujeeb Muneeb


Share this with family and friends


Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now